BBC navigation

د خوست چاودنې یو نوی زېږېدلی ماشوم او مور وژلي

د خپريدو وخت: 07:59 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

صبري د خوست به کچه ناارامه ولسوالۍ ده. د حکومت مخالفینو نفوذ په کې شته او له همدې امله په کې کورني او بهرنی ځواکونه ډېر عملیات کوي.

د خوست په صبریوولسوالی کې د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړی وژلی دي. په وژل شویو کې دوې میرمنې، درې سړي او یو نوی زیږیدلی ماشوم شامل دي.

د دې کورنۍ یوه مېرمن تېره شپه د ولادي ناروغۍ له امله ځايي کلینیک ته وړل شوې وه. د ماشوم له زېږېدو وروسته سهار مهال د کورني غړي په یوه ګاډي کې کور ته د ستندېدو په حال کې وو، چې ګاډی یې په سړک کې په خښ شوي ماین وربرابر شو او ټول سواره یې په چاودنه کې ووژل شول. تر اوسه پورې د دې پېښې مسوولیت چانه دی منلی.

پېښه ځايي چارواکو تایید کړې ده او ویلي یې دی، چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا په سړک کې خښ شوی و.

صبري د خوست ولایت په کچه ناارامه ولسوالۍ ده. په دې سیمه کې د حکومت د مخالفینو نفوذ شته او له همدې امله په کې کورني او بهرنی ځواکونه ډېر عملیات کوي.

په یاده سیمه کې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو وسله وال بریدونه او چاودنې کیږي، چې یو شمېر ملکي خلکو ته هم په دغه ډول چاودنو او بریدونو کې مرګ ژوبله اوړي.

وړمه ورځ هم په یاده سیمه کې له امریکايي ځواکونو سره همکار دوه تنه افغان سرتیري په ورته چاودنه کې وژل شوی وو.

له دې مخکې تېره ورځ هم په خوست ښار کې یوې بمي چاودنې ۱۰ کسان ټپیان او یو یې وژلی وو . د هغې چاودنې په ټپیانو کې دوه تنه نظامیان وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .