'د افغانستان هېرول د کورنۍ جګړې امکان ډېروي'

د خپريدو وخت: 13:19 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391
سرابي

اغلې سرابي له بي بي سي سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه، چې که افغانستان له ۲۰۱۴ کاله وروسته یوازې پرېښول شي، په دغه هېواد کې به د تېرې لسیزې لاس ته راوړنې له منځه ولاړې شي.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه د اندېښنو څرګندونه کومه نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی، چې د افغان دولت یوه لوړپوړې چارواکې دغه راز اندېښنې ډاګیزوي.

د بامیانو والۍ حبیبه سرابي وايي، که د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته نړیوال د ۱۹۹۰ یمو کلونو په څېر یو ځل بیا افغانستان ته شا کړي، داسې اټکل شته چې دغه هېواد به یو ځل بیا یوه کړکېچن حالت ته لاړ شي او کورنۍ جګړې به په کې پیل شي.

اغلې سرابي همداراز زیاته کړه، چې که افغانستان له ۲۰۱۴ کاله وروسته یوازې پرېښول شي، هغه بریاوې چې په تېره لسیزه کې افغان دولت لاس ته راوړي، هغه ښايي له منځه ولاړې شي.

تر مېرمن سرابي وړاندې یو شمېر سیاسي کړیو او نړیوالو څېړنیزو ادارو هم د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښې څرګندې کړې، خو افغان دولت بیا په وار وار دغسې وړاندندویېنې بې بنسټه بللې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د مېرمن سرابي د څرګندونو په غبرګون کې بي بي سي ته وویل، دغه ډول انګېرنې له وخته مخکې او د راتلونکي په اړه بد بینانه وړاندویېنې دي.

"په رپوټ کې راغلي وو، چې که د روانو حالاتو د سمون لپاره ګامونه پورته نه شي، له ۲۰۱۴ کاله وروسته ان د افغان دولت نسکورېدل هم شونې دي."

تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان د راتلونکي په اړه راولاړو شوو اندېښنو ته تند غبرګون ښوولی و.

نوموړي کابو یوه میاشت وړاندې په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د افغانستان د راتلونکي په اړه د اندېښنو راولاړول د لویدیزوالو کار وباله او په وینا یې دا د دغه هېواد پر وړاندې د لوېدیزو رسنیو یوه رواني جګړه ده.

په دې وروستیو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د اندېښنو راپورته کېدو هغه وخت زور واخېست، چې څه موده وړاندې د کړکېچ نړیوالې ډلې په نامه یوې څېړنیزې ادارې په خپل یوه رپوټ کې د دغه هېواد راتلونکی تیاره وباله.

د دولت نسکورېدل

په رپوټ کې راغلي وو، چې که د روانو حالاتو د سمون لپاره ګامونه پورته نه شي، له ۲۰۱۴ کاله وروسته ان د افغان دولت نسکورېدل هم شونې دي.

د روان ۲۰۱۲ په مې کې د افغانستان د حکومت د مخالفې ټلوالې ''ملي جبهې'' یوه غړي عبدالرشید دوستم، ویلي وو، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بیړني وتل به په دغه هېواد کې د ناامنیو او کورنیو جګړو د پیلېدو سبب وګرځي.

دوستم د خپل ګوند د غړو خبرې یوځل بیا تکرار کړې وه او د سیاسي نظام د بدلون په اړه وویل چې اوسنی ریاستي نظام باید پارلماني شي.

هغه ویلي چې:''زما له لوري ولسمشر اوباما ته ووایاست چې له افغانستانه ژر خپل سرتېري ونه باسي، که چېرې بیړه وکړي، طالبان به بیا کورنۍ جګړه پیل کړي، او بیا به د امریکا میلیاردونه لګول شوي ډالر او د هغوی زرګونه سرتېرو وژل کېدل هېڅ ګټه ونه لري.''

دوستم د خپل ګوند د غړو خبرې یوځل بیا تکرار کړې وه او د سیاسي نظام د بدلون په اړه وویل چې اوسنی ریاستي نظام باید پارلماني شي.

خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اوسني نظام د بدلون په اړه لا له وړاندې ویلي وو چې افغانستان د نړۍ د نظامونو د ازموینې ځای نه دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .