BBC navigation

افغان حکومت: پر حقاني شبکې د بندیزونو هر کلی کوو

د خپريدو وخت: 17:42 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو هم د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پرحقاني شبکې بندیزونه لګولي وو.

پر حقاني شبکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له نړېوالو بندیزونو یوه ورځ وروسته افغان حکومت د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دغه کار یې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی.

د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فيضي له بي بي سي سره په خپلو خبرو کې وویل، افغان حکومت له وړاندې له ملګرو ملتونو د دغه ډول پریکړې غوښتونکی و.

ښاغلي فیضي زیاته کړه “د دواړو مهمو وروستي اقداماتو، چې هم د امریکا متحده ایالتونو له خوا او هم د ملګروملتونو د امنیت شورا له خوا ترسره شوي، هرکلی يي کوو. هیلمن یو چې دا ډول بندیزونه او دا ډول اقدامات پر تروریستي شبکې باندې فشار راولي، چې په نتیجه کې د دوی بریدونه په افغانستان کې پر ملکي او غیر ملکي خلکو باندې تر ډېره کچه کم شي. هیلمن یو چې نتیجه يي مثبته وي.

"هیلمن یوو چې حقاني شبکې ته ورته پر نورو ترهګرو ډلو هم دا ډول بندیزونه ولګول شي. "

ایمل فیضي

د امنیت شورا په بندیزونو کې د حقاني شبکې د مالي شتمني کنګل کېدل، د حقاني شبکې دغړو پرسفرونو بندیز او پر هغوی د وسلو پېر او پلور شامل دي.

د ولسمشر ویاند زیاته کړه افغان حکومت هیلمن دی، چې حقاني شبکې ته ورته پر نورو ترهګرو ډلو هم دا ډول بندیزونه ولګول شي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو هم د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پرحقاني شبکې بندیزونه لګولي وو.

حقاني شبکې په خپل غبرګون کې ویلي چې دغه بندیزونه په دوی هېڅ کوم اغیز نه لري ځکه چې د دوی په وینا په بهر کې هېڅ ډول شتمني او فعالیتونه نه لري.

د حقاني شبکه، چې د رپوټونو له مخې د پاکستان په سرحدي سیمو کې پنځایونه لري، په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د څو خونړیو بریدونو مسووله بلل شوې ده.

ویل کېږي چې په پلازمېنه کابل کې د وروستیو په یو شمېر لویو بریدونو کې هم د دې شبکې کسانو لاس و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .