BBC navigation

"شپې مهاله عملیاتو کې ملکی تلفات نه دي اوښتي"

د خپريدو وخت: 12:30 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391

د ځانکړو عملیاتو لپاره د افغان ملي امنیتي ځواکونو د مرکز مشر وايي انتظار کوي، چې ځانګړي افغان ځواکونه به ډېر ژرهوايي ځواک هم ولري.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي له هغه راهیسې، چې د ځانګړو او شپې مهاله عملیاتو مسوولیت دوی ته سپارل شوی، ملکي خلکو ته په دغه ډول عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د شپي مهال هغه عملیات چې په کې له هوايي ځواک نه کار اخېستل کېده او ملکي کسانو ته په کې ځاني تلفات اوښتل له هغو ستونزو څخه یوه وه، چې افغان حکومتي چارواکو پرې ډېرې نیوکې کولې.

د ځانکړو عملیاتو لپاره د افغان ملي امنیتي ځواکونو د مرکز مشر وايي انتظار کوي، چې ځانګړي افغان ځواکونه به ډېر ژرهوايي ځواک هم ولري.

امنیتي مقامات وايي، چې اوسمهال دغه ډول ټول عملیات د قضايي ارګان له لیکل شوې هوکړې وروسته کیږي او د کورونو د پلټنې لپاره د اړتیا پر مهال ښځینه پولیس د عملیاتو ځای ته لېږل کیږي.

ځانګړي ځواکونه د افغان ملي امنیتي ځواکونه له نظامي واحدونو څخه هغه یو دی، چې په پرمختللیو نظامي تجهیزاتو سمبال دی.

د ناټو ځواکونو پر شپي مهاله پوځي عملیاتو کې ملکي کسانو ته پر ځاني زیانونو اوښتو د افغان چارواکو او په ځانګړي ډول د ولسمشر حامد کرزي له لوري له سختو نیوکو وروسته د شپي مهاله پوځي عملیاتو واک افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو.

د افغانستان د ملي پوځ د ځانکړو ځواکونو د مرکز قومندان جنرال سید عبدالکریم وايي، چې تر اوسه یې کوم شپي مهاله پوځي عملیات کړي دی، په کې ملکی خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

د افغان ملي پوځ دغه مقام وايي، چې په ځانګړو عملیاتو کې یوازې یو یا دوه بهرني عسکر له دوی سره ملګرتیا کوي، چې هغه هم په فني برخه کې او یا هم افغان ځواکونو ته په هوايي مرسته رسولو کې کار کوي.

"تر اوسه مو چې کوم شپي مهاله پوځي عملیات کړي دی، په کې ملکی خلکو ته زیان نه دی اوښتی."

جنرال سید عبدالکریم

له دې مخکې به د ناټو په مشرتابه نړیوالو ځواکونو شپي مهاله عملیات کول او تورن کسان به یې په خپلو توقیف ځایونو کې ساتل.

خو اوس ویل کیږي، چې د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا نیول شوي تورن کسان له لومړیو تحقیقاتو وروسته د افغانستان د ملي امنیت ادارې ته سپارل کیږي.

د افغانستان د ملي اردو د ځانکړو ځواکونو قومندان وايي، هیله مند دی، چې ډېر ژر به دغه ځواکونه له خپل هوايي ځواکه برخمن شي.

افغان مقاماتو په دا وروستیو کلونو کې په بیا بیا شکایت کاوه، چې ناټو ځواکونه له دوی سره له مشورې پرته شپي مهاله پوځي عملیات کوي.

دافغان پوځ دغه جنرال وايي، اوس ټول ځانګړي او شپي مهاله پوځي عملیات د افغانستان له ملي دفاع وزارت نه له اجازې اخېستو او له قضايي ارګان نه په لیکلي توګه له هوکړې تر لاسه کېدو وروسته کیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .