BBC navigation

مجاهدینو د شورا جوړېدو سره یو شمېر مخالفتونه

د خپريدو وخت: 05:58 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391

یو شمېر سناتوران په ښاغلي اسماعیل خان تور لګوي چې د ګاونډیو هېوادونو په لمسون یې دغه هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو لګولو وزيرهغو څرګندونو د مشرانو جرګې غبرګونونه راپارولي چې ویلي یې و د مجاهدینو د شورا د جوړولو په هڅه کې دی.

یو شمېر سناتوران په یاد جهادي مشر تور لګوي چې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په لمسون یې دغه هڅې پیل کړې دي.

یو شمېر نور سناتوران بیا وايي، د داسې یوې شورا جوړول د افغان امنیتي ځواکونو شتون تر پوښتنې لاندې راولي.

د دوی په وینا بیلابیلو ډلو ته د وسلو په وېشلو سره به په هېواد کې د ۷۰ لسیزې تجربې یو ځل بیا تکرار شي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبولګولو وزير او پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره یوازینۍ لار د مجاهدینو د یوې لوی شورا جوړول دي.

نوموړي تېره پنجشنبه په هرات کې د مجاهدینو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي و، چې په دې اړه یې د افغانستان په شمال، ختیځ او لوېدیځ کې له اکثر جهادي مشرانو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي اسماعیل خان ويلي، چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د مجاهدینو له همکارۍ پرته په دغه هیواد کې د امن راوستل ناشوني دي.

که څه هم افغان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د اسماعیل خان دغه څرګندونې د ملي ګټو پر خلاف بولي.

د مشرانو جرګې غړی داود اساس وايي، افغانستان اوس د حکومتي بنسټونو خاوند دی او د مجاهدینو د شورا جوړول به دغه هیواد یو ځل بیا د بحران لورته ورسوي.

د مشرانو جرګې یو بل غړی شیر محمد اخند زاده هم د دې شورا له جوړولو سره مخالفت ښيي او وايي، دا شورا د افغان دولت او افغانانو پر ضد یو اقدام دی.

"د مشرانو جرګې یو بل غړی شیر محمد اخند زاده هم د دې شورا له جوړولو سره مخالفت ښيي او وايي، چې دا شورا د افغان دولت او افغانانو پر ضد یو اقدام دی."

یو شمېر نور سناتوران بیا په دې باور دي چې بیلابیلو ډلو ته د وسلو ورکول به افغانستان یو ځل بیا په کورنیو جګړو کې ښکېل کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار په وینا، یوازې د افغان ځواکونو په ځواکمنولو سره امنیتي اندیښنې له منځه تللی شي.

"مونږ په دې باور یو چې باید د نظام د غښتلتیا لپاره کار وشي، پولیس، اردو او ملي امنیت باید د شمېر او تجهیزاتو له پلوه تقویه شی، چې امنیتې اندیښنې له منځه لاړې شي او افغانستان له دفاعي پلوه پر خپلو پښو ودریږي. دولت باید وروسته له ۲۰۱۴ کاله د امنیت په اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ورکړي. باید د بی باورۍ حالت لرې کړای شي او خلک باوري شي. هغه کسان چې د خلکو په استازیتوب خبرې کوي باید د هیواد ملي ګټو ته جدي پام وکړي. "

یو شمېر سیاسي ګوندونو هم د ښاغلي اسماعیل خان د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د وسله والو ډلو جوړول به په افغانستان کې د نا امنیو د ډېرېدو لامل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو شمېر جهادي مشران د امنیت د ټینګښت په برخه کې پر افغان حکومت نیوکې کوي.

له دې مخکې هم د بلخ والي عطا محمد نور، د ولسي جرګې غړي عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو جهادي مشرانو ویلي وو چې یوازې مجاهدین کولای شي چې په هیواد کې امنیت ټینګ کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .