مونټي: ۲۰۱۴ کال د پرمختګ کال دی نه د شاتګ

د خپريدو وخت: 13:14 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391

ایټالیا د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د ناټو تر مشرۍ لاندې نژدې ۳۵۰۰ سرتیري لري

ایټالیا وايي ۲۰۱۴ کال به د افغانستان لپاره د یو بدلون کال وي خو وايي دغه بدلون به په دې مانا نه وي چې افغانستان دې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو موڼتي چې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د لیدو لپاره تللی و له ولسمشر حامد کرزی سره په خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې له افغانستان د خپلو سرتېرو تر وتلو وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.


هغه دارنګه وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به د افغانانو په ژوندې کې یوه نوې پاڼه پرانیزې.


دارنګه ولسمشر کرزي هم په خپلو خبرو کې د ایټالیا له مرستو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو دوستي یې له یوې پيړۍ اوږده وبلله.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو مونټي وايي وروسته له هغه چې افغانستان او ایټالیا د روان کال په لومړیو کې د اوږدمهالو هماریو سند لاسیلک کړ، هېواد یې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلې مرستې ر وانې ساتي.
ښاغلي مونټي ۲۰۱۴ کال چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د بدلون کال وباله خو وېی ویل چې له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل په دې مانا نه دي، چې افغانستان به نړیواله ټولنه یوازې پرېږدي.

لومړی وزیر مونټي د افغانستان په هرات کې د خپلو سرتېرو لیدو په موخه افغانستان ته په نااعلان شوي سفر راغلی و

ښاغلي مونټي زیاته کړه "موږ ۲۰۱۴کال ته د داسې یوه کال په سترګه ګورو، چې بدلون په کې راشي خو دا بدلون به په دې مانا نه وي، چې بېرته را وګرځو. ایټالیا به هم د نورو هېوادونو په څېر خپل ملاتړ له افغانستان سره روان وساتي. خومانا یې به یې دا نه وي، چې افغانستان یوازې پرېږدي. موږ ډاډه یو چې ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې به د افغانستان د خلکو په ژوند کې یوه نوې پاڼه پرانیزي"

ښاغلی مونټي د افغانستان په هرات کې د خپلو سرتېرو د لیدو په موخه افغانستان ته راغلی و او په پلازمینه کابل کې یې له ولسمشر کرزي سره یو ځای په خبري کنفرانس کې راڅرګند شو.

ولسمشر حامد کزري په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره اټیالیا د مرستو یادونه وکړو. ښاغلي کرزي وویل د اټیالیا د خلکو له هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو مرستو، چې په تیرو لسو کلونو کې یې له افغانستان سره کړي، مننه کوم.ایټالیا د زړه له کومې او په اخلاص د افغانستان د خلکو خدمت کړی. په تیرو لسو کلونو کې د دوی له مرستو او له موږ سره د دوی له یوې پيړۍ د ډیرې دوستۍ مننه کوم.

ایټالیا د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د ناټو تر مشرۍ لاندې نژدې ۳۵۰۰ سرتیري لري او د راپورونو له مخې په تېرو یولسو کلونو جنګ جګړو کې ۵۲ تنه وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .