BBC navigation

د فاریاب د برید د ټپیانو حالت خواشینونکی بلل شوی

د خپريدو وخت: 16:10 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

خو د دوه سوه بستریز روغتون چارواکي د غه څرګندونې بې ځایه بولي او وايي ناروغانو ته یې لازمې اسانتیاوې برابرې دي.

د فاریاب د ځانمرګي برید د یو شمېر ټپیانو حالت چې په دوه سوه بستریزه روغتون کې بستري دي، ډېر ناوړی بلل شوی دی.

د ولسي جرګې یوه غړي نقیب الله فایق چې له دې روغتون لیدنه کړې وايي، په دغه روغتون کې بستري ناروغانو ته هیڅ پام نه کېږي.

ښاغلی فایق ادعا کوي چې تر اوسه د یادې پېښې اوو تنه ټپیانو د ډاکټرانو د ناغېړي له امله په روغتونونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د دوه سوه بستریز روغتون چارواکي د غه څرګندونې بې ځایه بولي او وايي ناروغانو ته یې لازمې اسانتیاوې برابرې دي.

د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې له ځانمرګي برید نه شاوخوا یوه اوونۍ تیره شوه، هغه برید چې له امله یې شاوخوا ۴۰ تنه و وژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شول.

د دغې برید یو شمېر ټپیان د میمنې او مزارشریف په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، خو یو شمېر نور یې بیا د سردار محمد داود خان یا ۴۰۰ بستریز روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شوي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازی نقیب الله فایق وايي، هغه شمېر ټپیانو چې د سردار محمد داود خان د روغتون د چارواکو سره یې پېژندګلوي نه درلوده له روغتونه ایستل شوي او د پولیسو دوه بستریز روغتون ته لېږدول شوي چې د نوموړي په وینا تر ډېر ه د یو وژن ځای په شان دی نه روغتون.

ښاغلي فایق چې له دې روغتونه یې لیدنه کړې بی بی سی ته یې وویل، په دغه روغتون کې ټول ناروغان او په ځانګړې توګه د فاریاب د پېښې ټپیان په بد حالت کې دي.

"په دوه سوه بستریزه روغتون کې وضعیت ډېر خراب دی. دارو نشته، ډاکټران د ناروغانو پوښتنه نه کوي. خلک وايي، خپلو ناروغانو ته دارو له درملتونونو نه اخلي. د روغتون حال داسې نه دی چې باید وي او هلته دې د ناروغانو درملنه وشي. نه یوازې د فاریاب د ټپیانو لپاره بلکې د نورو ټپي شوو پولیسو لپاره هم ډاکټران او نرسان نشته او ناروغان د کمپلې او روجايي په ځای له خپلو څادرونو کار اخلي".

په دغه روغتون کې د فاریاب د پېښې درې تنه ټپیان بستري دي چې د ښاغلي فایق په وینا یو یې د بدخشان اوسېدونکی افغان پولیس دی.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي، د کورنیو چارو وزارت د دغه پولیس کورنۍ د هغه له ټپي کېدو هم نه وه خبره کړې.

خو د پولیسو د دوه بستریز روغتون مشر قندهار شینواری د ښاغلي فایق څرګندونې رښتونې نه بولي او وايي ټولو ناروغانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

ښاغلی فایق پرته له دې چې د کوم خاص روغتون نوم واخلي ادعا کوي چې د فاریاب د پېښې اوو تنو ټپیانو د افغان ډاکټران د ناغېړي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .