"له اعدام سره مخ افغانان حقوقي اسانتیاوې نه لري"

د خپريدو وخت: 17:26 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

د يو شمېر راپورونو له مخې په ايران کې د افغان بنديانو د اعدامولو لړۍ له کلونو څخه روانه ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، د بخښنې د نړيوال سازمان د هغو اندېښنو په اړه د ناخبرۍ څرگندونه وکړه چې گواکې په دې وروستيو کې په ايران کې داسې لسگونه افغانان د اعدام په درنه سزا محکوم شوي چې مدافع وکيلانو ته لاس رسی نه لري.

د ياد شوي وزارت يوۀ وياند فرامرز تمنا ويلي دوى د افغانانو د اعدامونو له نوي بهيره نه دي خبر.

ښاغلي تمنا وويل، افغانستان د عدلي او قضايي ستونزو او د مجرمانو او محکومانو د ادلون بدلون په اړه له ايران سره درې سندونه لاسکيک کړي.

د نوموړي په وينا پر همدې بنسټ بايد افغان بنديان مدافع وکيلان ولري او افغان حکومت هم بايد په اړيکه کې وي.

د يو شمېر راپورونو له مخې په ايران کې د افغان بنديانو د اعدامولو لړۍ له کلونو څخه روانه ده.

هر ځل د څو مياشتو لپاره دا بهير سوړ شي، خو بېرته پيل شي، چې په اړه يې د بشر د حقونو د ځينو ډلو او افغانانو تاوده غبرگونونه پاريږي.

اوس د بخښنې نړيوال سازمان ويلي چې گواکې يو ځل بيا په هغه هېواد کې لسگونه افغانان له اعدام سره مخامخ دي.

د دغه نړيوال بنسټ د افغانستان د برخې يوې چارواکې حوريې مصدق ويلي کوم لسگونه افغانان چې ايران يې د اعدامولو پرېکړه کړې مدافع وکيلانو او نورو حقوقي اسانتياو ته لاس رسى نه لري.

"افغانان که په هره توگه اعداميږي له افغانستان سره د پوهاوي په پايله کې او د افغانستان د قانوني استازي په شتون کې بايد اعدام شي. "

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند فرامرز تمنا

اغلې مصدق له ايرانه غوښتي چې د افغانانو د اعدامولو بهير ته د پاى ټکې کېږدي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند فرامرز تمنا وويل په رسمي ډول يې داسې څه نه دي تر لاسه کړي چې په ايران کې د افغان بنديانو د اعدامولو نوى بهير جوت کړي، خو و يې ويل چې ايران د دوه اړخيزو تړنونو پر بنسټ پرته د افغانستان له خبرولو بايد افغانان اعدام نه کړي.

"افغانان که په هره توگه اعداميږي له افغانستان سره د پوهاوي په پايله کې او د افغانستان د قانوني استازي په شتون کې بايد اعدام شي. د بهرنيو چارو وزارت له هېواد ه بهر د خپلو وگړو د حقونو خونديتوب ته ژمن دى او په هيڅ توگه به هيڅ هېواد او نړيوال حقوقي بنسټ ته به اجازه ورنه کړي چې پرته له نړيوالو قوانينو له افغانانو سره نا عادلانه چلند وکړي. د دې قوانينيو په اړه دواړو ګاونډیو او نړيوالو هېواد ونو هوکړه کړې ده".

ښاغلي تمنا وويل چې افغانستان د عدلي او قضايي ستونزو او د مجرمانو او محکومانو د ادلون بدلون په اړه له ايران سره درې لاسوندونه لاسليک کړي، چې پر بنسټ يې بايد ايران په خپل سر افغان بنديان اعدام نه کړي.

شاوخوا درې مياشتې مخکې هم د يو شمېر راپورونو له مخې ايران يو شمېر افغان بنديان اعدام کړي وو، چې د ځينو مړي افغانستان ته رالېږدول شوي وو او د يو شمېر نورو مړو په اړه ويل کيدل، چې ايران ايسار کړي او خپلو کورنيو ته يې نه سپاري.

هغه مهال د افغانستان مشرانو جرگې په دې اړه ژوره اندېښنه ښوولې وه او ويلي يې وو، چې گواکې ايران د افغانستان او امريکا د اوږد مهاله ستراتيژيک تړون د لاسليکولو په مخنيوي کې پاتې راغى نو اوس يې له افغانانو نه داسې غچ اخلي.

د ځينو شمېر و له مخې اوس مهال په ايران کې تر ۲۰۰۰ ډېر افغانان د نشه يي توکيو د لېږد او نورو تورونو له کبله زنداني دي چې تر دوه نيم سوو ډېر يې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .