نړیوالو له افغانستان سره د ۱۶ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د خپريدو وخت: 07:54 گرینویچ - 08 جولاې 2012 - 18 چنګاښ 1391

ښاغلي کرزي وویل، اداري فساد د ده حکومتي بنسټونو ته زیان اړولی او باید د ده په ټکو په هره برخه کې یې مخه ونیول، چې ښایې موخه به یې نړیواله ټولنه وه.

د توکیو نړیوال کنفرانس، هغه غونډه وه، چې تر ډېره ترې افغان حکومت د راتلونکو لسو کلونو لپاره د مالي ژمنو د ترلاسه کولو تمه لرله.

د غونډې نژدې ټولو ګډونوالو د افغانستان راتلونکې لپاره د ۱۶ میلیارد ډالرو مرستو ټتر واهه، خو د ژمنو تر څنګ یې له افغان حکومت نه دښیې حکومت ولۍ او د اداري فساد پرضد د مبارزې غوښتنه هم کوله.

حامد کرزی

دغه کنفرانس ته ولسمشر حامد کرزي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د ښې حکومت ولۍ او فساد پرضد مبارزه په یوازې سره نه کېږي او باید د ده په نړیوال ملګرې یې هم ملا ور وتړي:

''ما ژمنه کړې، چې زما د واکمنۍ د پاتې دوو کلنو پر مهال به ښه حکومت ولي، له فساد کلکه مبارزه کوم او د مرستو ا غیزمنتیا په اړه به کار کوم. خو بې له شکه، چې دغه کار موږ په یوازې سر ستاسې له بشپړ پوهای او همکارۍ نه شو کولای. زه دارنګه له خپلو نړیوال ملګرو غواړم، چې د مرستو د اغېزمنتیا لپاره دې، هغه څه وکړي، چې اړتیا ده. زه د هغه نوښت هر کلی کوم، چې د دوه اړخیزه مسؤولیت د منلو په چوکاټ کار وکړو او په راتلونکې لسیزه کې به پر دغه کار زموږ پام ورټول وي.''

ښاغلي کرزي وویل، اداري فساد د ده حکومتي بنسټونو ته زیان اړولی او باید د ده په ټکو په هره برخه کې یې مخه ونیول، چې ښایې موخه به یې نړیواله ټولنه وه.

بان کي مون

د افغانستان په اړه په توکیو کې جوړې شوي اقتصادي غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وویل، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان پرمختګونه شوي خو وايي، لاهم په دغه هیواد کې ډیر کار ته اړتیا شته.

ښاغلي کي مون وویل، افغانانو ته باید ډاډ ورکول شي، چې له ۲۱۰۴ کال وروسته
یې نړیواله ټولنه یوازې نه پرېږدي:

''موږ باید د افغانستان خلکو ته د اوږدمهالې راتلونکې لپاره لوری وټاکو. موږ ټول د حکومت پر هغو ژمنو چې د مسؤولیت منلو، د انتقال دبهیر او ښې حکومت ولۍ په اړه یې کوي، یو لړ اندېښنې لرو. دغه اندېښنې باید د افغانان په ګټه حل شي. زه د توکیو د دوه اړخیزه مسوولیت منلو هرکلی کوم.

دغه نوښت باید افغانانو او هم مرسته کوونکو هېوادونو ته ډاډ ورکړي، هغه ژمنې چې دوی کړي او نن یې کوي، باید و څارل شي.''

د ملګرو ملتونو سرمنشي دارنګه وايي، دغه سازمان به دنړیوالې ټولنې ترڅنګ له ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو کلونو لپاره، چې دبدلون لسیزه نومول شوې، خپلې مرستې روانې وساتي.

هیلري کلنټن

غونډې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، هیلرې کلنټن، چې تازه له کابله توکیو راستانه شوې وه وویل، د ولسمشر حامد کرزي د ښې حکومت ولۍ او د ادراي فساد پرضد دمبارزې د ژمنو هر کلی کوي:

''زه د ولسمشر کزري د هغو څرګندنو هرکلی کوم، چې د افغانستان د راتلونکې اقتصادي ښیرازۍ لپاره یې نن وکړي. د افغانستان د راتلونکي اقتصاد لپاره باید، ښه حکومت والي رامنځ ته شي، د فساد پر ضد مبارزه وشي او ټول اقتصادي فرصتونو ته خلک په ځانګړی ډول ښځې یو ډول لاسرسی ولري.موږ دافغان حکومت د اصلاحاتو د پلي کولو او نړیوالو دهغو ژمنو پلي کېدو ته چې دافغانستان د اقتصادي شيرازی لپاره کړي، په تمه یو.''

اغلې کلنټن په خپلو څرګندونو کې ټینګار کاوه، چې د افغانستان په سوله او ټیکاو کې د ګاونډیو هېوادونو رول خورا مهم دی.

ایران

خو دایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي یو ځل بیا د تېر په څېر نیوکه کوله، چې په افغانستان کې بې ثباتي د بهرنیانو د شته والي له امله رامنځ ته شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .