د تل پاتې سولې لپاره مخامخ خبرې باید وشي

د تل پاتې سولې لپاره باید د منطق پر اساس او د افغانستان د خلکو ګټو پر اساس د سولې خبرو ته دوام ورکړي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د آسترالیا له تلوېزیون سره په مرکه کې څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت د طالبانو له مشرتابه سره خبرې کوي.

د اخبره په کندهار کې د سولې د عالي شورا د دفتر مسؤولینو هم تایید کړې او ویلي دي چې ددوی یو پلاوی د کوټې په ښار کی له طالب مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.

خو د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په خپلو وروستیو خبرو کې د ولسمشر کرزي وینا رد کړه او ویې ویل چې طالبان د افغانستان له حکومت سره په هېڅ ډول خبرو کې بوخت نه دي او د افغانستان د حکومت کوم پلاوي سره په کوټه کې ددوی مشرانو نه دي لیدلي.

بې اختیاره حکومت

طالبان فکر کوي چې د افغانستان په جګړه کې د دوی سیال د امریکا حکومت دی او دوی له امریکا سره جنګیږي او باید له امریکا سره خبرې وکړې او د افغانستان حکومت دوی ته یو بې اختیاره حکومت ښکاري.

د طالبانو دغو دلایلو د منلو نه مخکې موږ ټول باید یو څو نورو ټکو ته هم پام وکړو.

د طالبانو په وینا، په افغانستان کې د دوی رقیب امریکا ده او د سولې خبرې باید له امریکا سره وکړي؛ ځکه چې امریکایانو د دوی حکومت ړنک کړ او پاکستان کې یې پناه اخیستو ته مجبور کړل.

خو د سولې په خبرو د قناعت وړ پایلې د رسېدلو یو شرط دا دی چې سولې ته رسېدو په پای کې باید دواړه خواوې یو بل ته د سولې د تینګولو لپاره ضمانتونه ورکړي.

بله دا چې دواړه خواوې د جګړې نه وروسته په سوله کې ژوند وکړي او په یو بل یرغل ونه وکړي.

که په پاکستان کې د طالبانو له مشرانو سره د پاکستان د استخباراتو سلوک ته وګورو نو دوی سره د برمته شویو خلکو په څېر چلند کېږي.

خو که طالبان له امریکا سره سوله وکړي امریکا خو له دوی سره په افغانستان کې نه اوسېږي په افغانستان کې به د افغانستان حکومت وي او د افغانستان خلک.

نو پوښتنه داده چې دوی به د افغانستان حکومت او هغه خلکو سره څه کوی چې په افغانستان کې اوسېږي او د طالبانو مخالف دي؟

ایا طالبان به هغوی سره جنګېږي؟ که جنګېږي نو بیا له امریکا سره سوله به افغانانو ته څه ګټه ورسوي؟

له روسانو سره د جهاد په وخت کې مجاهدینو هم د ډاکټر نجیب له حکومت سره نه غوښتل چې نېغ په نېغه خبرې وکړي او غوښتل یې چې د پاکستان په وسیله له روسانو سره خبرې وکړي.

په ځواب کې روسانو له امریکانو او پاکستانیانو سره خبرې پیل کړې او افغان مجاهدین یې پاکستان ته پرېښودل چې اداره یې کړي.

د دې خبرو پایله داه وه چې روسان له افغانستان ووتل او هغه حکومت چې ګمان کېده د روسانو د تګ نه وروسته به په دویمه ورځ له مینځه لاړشي، درې کاله نور هم دوام وکړ او په پای کې کورنیو جګړو کابل ویجاړ او اردو ړنګه کړه.

نو که چېرې تېرو وختونو ته پام وکړو ایا د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کول به موږ بېرته همغاسې حالت ته یونه سي؟

طالبان وایي چې د افغانستان حکومت خپلواک حکومت نه دی. د دوی دې خبرې په ځواب کې یوه بله پوښتنه رامنځته کېږي چې ایا طالبان په خپله د سولې په خبرو کې څومره خپلواکه دي او څومره د پاکستان د نظامیانو تر فشار لاندې نه دي.

که په پاکستان کې د طالبانو له مشرانو سره د پاکستان د استخباراتو سلوک ته وګورو نو دوی سره د برمته شویو خلکو په څېر چلند کېږي.

طالبان

یوازې له امریکا سره خبرې اترې به نه د طالبانو او نه د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

د طالبانو د مشرانو کورنۍ په پاکستان تل د پاکستاني استخباراتو او پولیسو له خوا څارل کېږي او هرکله چې دوی په افغانستان او یا په بل ځای کې افغانستان حکومت سره په مستقله توګه خبری وکړي زندانی کېږي او بیا وروسته په زندان کې په مرموز ډول وژل کېږي لکه د طالبانو په وخت د دفاع وزیر مولوی عبید الله اخند چې په دې تېرو ورځو کې په یوه پاکستاني زندان کې مړ شو.

نو ددې دلایلو په اساس باید ووایو که چېرې طالبان د سولې په خبرو کې مستقل وي او په رښتیا هم په افغانستان کې سوله غواړي او د پردیو د اهدافو لپاره نه جنګېږي باید د افغانستان حکومت سره خبرې وکړي.

بې ګټې خبرې

یوازې له امریکا سره خبرې اترې به نه د طالبانو او نه د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

د تل پاتې سولې لپاره باید د منطق پر اساس او د افغانستان د خلکو ګټو پر اساس د سولې خبرو ته دوام ورکړي او په مستقیم ډول د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

طالبان او د هغوی مشران باید په دې پوه شي چې د تېرو لسو کلونو د پرمختګونو نه وروسته شونې نه ښکاري چې د افغانستان خلک به یو ځل بیا د طالبانو پخواني نظام ته سر ټیټ کړي او طالبان به بیا د حکومت واګي په لاس کې واخلي.

خو که طالبان د افغانستان په نظام کې لکه د افغانستان د نورو سیاسي ډلو بدلون غواړي، هغه بدلون یوازې د خبرو له لارې افغانانو ته د اوسني نظام نه د لا ښه نعم البدل پروړاندې کولو سره په سیاسي میدان کې راتلای شي نه په نظامي میدان کې.

BBC navigation

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .