کابل: په کورنیو چارو وزارت کې دوه امریکايي سلاکاران ووژل شول

وړاندې هم څو ځلې افغان سرتېرو پر خپلو بهرنیو روزونکو د ټوپک خوله را اړولې ده.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، یوه کس په کابل کې پر بهرنیو ځواکونو د ټوپک خوله را اړولې او دوه جګپوړي امریکايي پوځي سلاکاران یې وژلي دي.

وايي برید کوونکی تښتېدلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت له امریکا ددې پېښې بښنه غوښتې ده.

تر برید وروسته ناټو د کابل له بېلابېلو وزارتونو او دفترونو څخه خپل کارکوونکي وایستل.

طالبانو ادعا کړې چې دغه امریکايي سلاکاران یې تېره اوونۍ د بګرام په امریکايي اډه کې د قرآن کریم د سوځونې د غچ اخیستو د پلان له مخې وژلي دي.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خوا د قرآن سوځونې په غبرګون کې په پنځمه ورځ هم مظاهرې وشوې.

په نننیو مظاهرو کې چې تر ټولو خونړۍ یې په کندوز کې وه، لږترلږه څلور کسان وژل شوي او شاوخوا پنځوس نور ژوبل دي.

د تېرې جمعې پر ورځ هم له تاوتریخوالي په ډګو مظاهرو کې ۱۲ کسان ووژل شول.

دا مظاهرې هغه مهال له بگرامه پيل شوې چې په امريکايي اډه کې د قرآن کريم څو نسخې او نور سپېڅلي کتابونه و سوځول شول.

د قرآن په سوځولو په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، د امریکا دفاع وزیر او د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما له افغانانو بښنه وغوښته.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .