حفيظ الله معروف
له کابله

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
افغان چارواکي وايي په هلمند ولایت کې د طالبانو اړوندو وسله والو له څلورو کسانو په دې تور سرونه غوڅ کړي چې ګني حکومت ته یې جاسوسي کوله.
د هلمند چارواکي وايي، وژل شوي کسان ملکي وګړي او له دولت سره هیڅ ډول اړیکې نه درلودې.
طالبانو تر اوسه د دغو کسانو وژل نه دي منلي او وايي په دې اړه پلټنې کړي.
د هلمند د والي ویاند وايي، له دغو کسانو به واشیر ولسوالۍ کې په دې تور وسله والو طالبانو سرونه غوڅ کړي، چې سټالیټ تیلفونه ورسره وه.
ویاند داود احمدي بي بي سي ته وویل د هلمند په لرو پرتو سیو کې تیلېفونونه کار نه کوي؛ نو ځکه د ده په وینا خلک د خپلو ستونزو هوارولو لپاره له سټيلايټ کار اخلي.
ښاغلی احمدي وايي، تر اوسه د وژل کسانو دقیق هویت نه دی مالوم شوی خو وايي، داسې ښکاري دغه کسان به د هلمند ځایې اوسیدونکي وي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو کسانو وژل نه دي منلي او وايي په دې اړه یې پلټنې کوي.
په تیره کې هم دولت ته د جاسوسۍ په تور له یو شمیر کسانو سرونه غوڅ شوي دي.
په همدې حال کې د واشیر ولسوالۍ یو شمیر ځایي اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، څلور تنه داسې مړي یې موندلې، چې سرونه ترې پرې شوي وو.
په تېره کې هم دولت ته د جاسوسۍ په تور له یو شمېر کسانو سرونه غوڅ شوي دي.
واشیر د هلمند هغه ولسوالۍ ده، چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې افغان حکومت د وسله والو طالبانو له منګولو خلاصه کړه خو ځینې راپورونه وايي، چې لاهم د دغې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې وسله وال طالبان فعال دي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .