تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په دې وروستیو کې د افغان مېرمنو پر وړاندې کورنۍ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د افغانستان په لویديځ ولايت هرات کې يوې پنځلس کلنې ښځې چې د واده يې يوازې څو میاشتې کېږي د کورني زورزیاتي له امله ځان سوځولی دی.
دا اوس د درملنې لپاره کابل ته استول شوې او دغلته ډاکټران وايي د دې شاوخوا ۸۰سلنه بدن سوځېدلی او په افغانستان کې يې درملنه شونې نه ده.
د سوځېدلې ښځې کورنۍ په دې تړاو د هرات ځايي چارواکي ګرم بولي، خو د هرات څارنوالي وايي چې د سادات مېړه او خسر يې د دغې پېښې په تړاو نيولي دي.
په تېر نژدې يوه کال کې په هرات کې د ځان سوځونې ۸۶ پېښې شوي، چې سم نيمايي یې د مرګ لامل ګرځېدلې دي.
په اړه نور تفصيل د عبدالله ستانکزي په راپور کې.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .