ستاسې غږ: وکيل څه ډول وزير غوره کړي؟

پارلمان

د افغانستان د حکومت نهه پاتې غړي تر څه له پاسه دوه کلن ځنډ وروسته بيا ولسي جرگې ته د تاييد لپاره وړاندې کېږي.

د افغانستان د حکومت نهه پاتې غړي تر څه له پاسه دوه کلن ځنډ وروسته بيا ولسي جرگې ته د تاييد لپاره وړاندې کېږي.

د حامد کرزي د کابينې مخکنى لست چې تر بيا ولسمشر کېدو لږ وروسته يې چمتو کړى و، وکيلانو د ١٣٨٨ کال په ژمي کې نژدې ټول رد کړ.

نوى لست د ولسي جرگې نوي ترکيب ته وړاندې کېږي چې پخپله هم دا تېرې اوږدې مياشتې د خپلو مشرانو پر ټاکنه سره ويشل شوې ده.

قانون له وکيلانو غواړي چې وزارتونو ته کانديد کسان د مسلکي وړتيا او شخصي ځانگړتيا له پلوه وارزوي او د عدالت له مخې يې د تاييد يا رد پرېکړه وکړي.

خو ځينې وايي چې په تېرو ټاکنو کې داسې نه دي شوي او قومي، تنظيمي يا مذهبي تړاوونو د وکيلانو پر رايو سيورى غوړولى و.

غواړو په دې خپرونه کې گرانو اورېدونکو او ليدونکو له تاسې واورو چې د وزير د غوراوي لپاره معيارونه څه دي چې ولسي استازي يې بايد په پام کې ونيسي.

په خپرونه کې د گډون لپاره د پنجشنبې پر ماښام د سټوډيو شمېرې: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱ ته زنگ راووهئ.

دغه راز لنډ ليکلى، غږيز يا ويډيويي نظرPashto@bbc.co.ukته هم راستولى شئ.

پر ملفون (موبايل) د لنډ نظر د رالېږلو شمېره ده: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د خپرونې مېلمنه او وړاندې کوونکى د پنجشنبې پر ماښام ستاسې لار څاري.

د دې اوونۍ ستاسې غږ داود جنبش وړاندې کوي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .