بلال سروري - کابل
ژباړه: حفیظ الله معروف

عبدالصبور، مخکې تر دې، چې د افغانستان د ملي پوځ په لیکو کې داخل شي، څو ځلې په روغتون کې د عصبي ستونزو د درملنې لپاره بستر شوی و.
بي بي سي موندلې، د ملي اردو هغه افغان سر تیري عصبي ستونزه لرله، چې تیره میاشت یې په کاپيسا ولایت کې څلور فرانسوي سرتیري ووژل او ولس نور یې ټپيان کړل.
د دغه افغان سرتیري پلار ویلي، چې زوی یې څو ځلې پخوا د عصبي ستونزو له امله روغتون کې بستر شوی و. په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت چارواکي هم مني، چې د دوی لومړنې طبي څیړنې ښيې، چې دغه سرتیري عصبي ستونزې درلودې، چې ښایې د دوی په وینا له همدې امله پر فرانسوي ځواکونو مرګونې ډزې کړې وي.
عبدالصبور، مخکې تر دې، چې د افغانستان د ملي پوځ په لیکو کې داخل شي، څو ځلې په روغتون کې د عصبي ستونزو د درملنې لپاره بستر شوی و.
د ده کور له کابله ۲۷ کیلومتره لرې د چینو غونډۍ په نوم یوه کلي کې پروت دی. دی هم د نورو سل ګونه افغانانو په څیر د غربت له امله، د افغان ملي پوځ لیکو ته ور دننه شوی و.
د ده پلار نور محمد بي بي سي ته ومنله، چې زوی یې عصبي ستونزې لرلې او څو ځلې یې په عصبي روغتون کې د درملنې لپاره بستر کړی و. نور محمد وايي، دی خبر نه وه، چې زوی یې په ملي پوځ داخل شوی دی.
خو هغه وخت، چې عبدالصبور د ملي پوځ لیکو ته داخلید، ډاګټران په دې نه بریالي شوو، چې د ده د عصبي ستونزو ریښه مالومه کړي.
ان کله، چې ده د ملي پوځ په لیکو کې دنده مخ ته وړله، نه هم فرانسوي ځواکونو او نه هم د ملي اردو چارواکو د ده عصبي ستونزې درک کړې وې. په همدې حال د افغانستان د فاع وزارت چارواکي هم مني، چې د دوی لومړنې څیړنۍ ښيي، چې د افغان ملي پوځ دغه سرتیري عصبي ستونزې لرلې.
عبدالصبور، مخکې تر دې، چې د افغانستان د ملي پوځ په لیکو کې داخل شي، څو ځلې په روغتون کې د عصبي ستونزو د درملنې لپاره بستر شوی و.
د دغه وزارت یو ویاند جنرال دولت وزیري بي بي سي ته وویل، د پوځ لیکو ته د اخلېدو پرمهال دهغه په روغتیایې ازموینو کې دا نه وه مالومه شوې، چې دی عصبي ستونزې لري.
ځینې راپورونه دا هم وايي، چې ښایې عبدالصبور به د ملي پوځ لیکو ته د ورننوتو لپاره ، هغو کساتو ته پیسې ورکړې وي، چې دپوځ لیکو ته د جذب په لومړي پړاو کې روغتیایې ازموینې کوي.
د دفاع وزرات چارواکي وايي، له تیرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې یې، په ملي پوځ کې د جذبېدونکو کسانو لپاره داسې پروګرامونه په پام کې نیولي، چې په مرسته یې د پوځ لیکو ته د حذبیدونکو کسانو ټولې جرمي سابقه مالومولی شي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .