ناټو، افغانستان او پاکستان د پولې پر امنیت غږېږي

پاکستان له خپلې لارې افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر تیلي ټانکرو او اکمالاتي توکو د مالیې د وضع کولو غوښتنه وکړه.

پاکستان وايي چې د افغانستان او د ناټو له پوځي مشرانو سره د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د امنیتي مسایلو پر سر خبرې کوي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، په دې ناسته کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق ندیم احمد هم ګډون لري.

پاکستان وايي چې دا ناسته د پاکستان، افغانستان او ناټو د همغږۍ په هغه ګډ مرکز کې جوړېږي، چې پر پوله یې تېر کال جوړ کړی دی.

په دې ناسته کې د درېواړو ترمنځ د پوځي همغږۍ په اړه هم خبرې کېږي.

د تېر نومبر په وروستیو کې د ناټو هوايي برید د پاکستان په قبایلي سیمه کې ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل.تر هغه وروسته د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړیکي سخت ترینګلي شول.

پاکستان له خپلې لارې افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر تیلي ټانکرو او اکمالاتي توکو د مالیې د وضع کولو غوښتنه وکړه.

همداشان، پاکستان د افغانستان په اړه د جرمني د بن په دویم کنفرانس کې هم د نه ګډون اعلان وکړ.

او تېره میاشت د پاکستان او افغانستان لپاره د ولسمشر بارک اوباما ځانګړي استازي مارک ګروسمن ته هم اسلام اباد خپلې خاورې ته د داخلېدو اجازه ورنه کړه.

اسلام اباد ویل چې په دې حساس وخت کې پاکستان ته د ښاغلي ګروسمن سفر کومه ګټه نه لري.مارک ګروسمن له نوي ډیلي کابل او بیا قطر ته ولاړ.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .