ګیلاني: افغان سوله باید د پاکستان په زیان تمامه نه شي

ښاغلی ګیلاني

لومړي وزیر ګیلاني د خپل هېواد او قطر ترمنځ اړیکي خورا مهم بللي دي.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په قطر کې د خبرو پرمهال ویلي چې د افغانستان په تړاو د سولې هڅې باید د پاکستان په زیان نه، بلکې په ګټه تمامې شي.

د قطر رسنیو ویلي، چې ښاغلي ګیلاني دا څرګندونې د قطر په مرکز دوحه کې له امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني سره کړې دي.

لومړي وزیر دا هم ویلي چې پاکستان د افغانستان د ارامۍ غوښتونکی دی.

ښاغلي ګیلاني وویل چې په افغانستان کې بې کارۍ او بې سوادۍ ددغه هېواد د ناامنیو په ډېرېدو کې ستر رول لوبولی، سخت دریځي او ترهګرو ته یې د فعالیتونو لار هواره کړې ده.

نوموړي یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو پرېکړه باید پخپله افغانان وکړي.

هغه د قطر له امیر سره په خبرو کې وویل، چې پاکستان هم د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېره قرباني ورکړې او سخت ځاني او اقتصادي زیان ورته رسېدلی.

لومړي وزیر ګیلاني د خپل هېواد او قطر ترمنځ اړیکي خورا مهم بللي او له کوربه هېواد یې غوښتي چې پاکستان ته د همکارۍ لاسونه لانور وغځوي.

د پاکستان ګټې

قطر ته د ګیلاني د سفر اصلي هدف د دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو پراختیا بلل کېږي.

د پاکستان او قطر د تازه نهو کلونو اړیکو په لړ کې د قطر امیر ګیلاني ته ډاډ ورکړ چې د پاکستان ګټې به په هېڅ حالت کې له پامه نه غورځول کېږي.

خبریالان وايي چې دواړو هېوادونو پاکستان ته د طبيعي مایع غاز د واردولو، د امنیت او د دوه اړخیزو همکاریو او د برېښنا په برخه کې د پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د قطر امیر هم له پاکستان سره د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.

وړاندې یوه پاکستاني چارواکي ویلي وو، چې قطر ته د ښاغلي ګیلاني په سفر کې د افغانستان موضوع ډېره نه ده مطرح.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .