په کابل کې سړې هوا په نشه روږدي کسان مړه کړي

یوازې نشه يي توکي انسان د مرګ ترپولې نه اړوي، بلکې دژمي سختې یخنۍ هم په تېرو څو اوونيو کې په کابل کې یوشمېر په نشو روږدي کسان په ابدي خوب ویده کړي دي.

په نشه یي توکو ډېری دغه روږدي کسان د کابل په لویدیځ کې تریوه پله لاندې د سختې سړې هوا له امله مړه شوي دي.

پل سوخته، د کابل ښار په لويديځو څنډو کې پخواني حربي ښوونځي ته څيرمه يو زوړ پل چې د دغه ښار دوې لويې سيمې سره نښلوي.

اوس مهال تر دغه پله لاندې ځای د لسګونو روږدو کسانو لپاره په یوه امن ځای بدل شوی، چې د ډېرې سړې هوا له کبله دلته ځانونه خوندي کوي.

که څه هم د دغه ځای سړه هوا د روږدو کسانو ژوند ګواښي، خو له دې سره سره بیا هم په همدې سړې هوا کې خپلې شپې سبا کوي:

''په یوه ګوښه کې له ځانه سره، چې بوجۍ یا هم بل څه چې ورسره وي، اور ورته کوي او شپه ورباندې تېروي.بیا چې ځینې يې مړه شي، څلور پنځه شپې پاتې کیږي، مړي يي بیا حوزې پورته کوي. زما کورنۍ خو په ایران کې ده، ځینې کسان راسره مرسته کوي، یوڅه راکوي او ژوند هم تر همدې پله لاندې تېروم. موږ غواړو، چې ژر ترژره له دغې بلا ځان خلاص کړو او خپل کورته ستانه شو.''

د سیمې اوسېدونکي وايي، د روږدو کسانو د مړينې د مخنیوي لپاره يي، دغه موضوع د سيمې له پولیسو سره شریکه کړې او د پله لاندې د دغو کسانو د ورتلو مخنیو ی يي کړی دی.

نبي د دغې سیمې یو اوسېدونکی دی، چې ترپله لاندې د روږدو کسانو د ورتلو د مخنيوي په موخه ګومار شوی دی.

نوموړی د روږدو کسانو د مړينې په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

''دلته یو تن د سید رضا په نوم مړ شو، ۲۵ یا ۲۶ کلن و، ما يی مور اوپلارته ټلیفون وکړ، بیا يي جنازه له همدې ځایه پورته کړه. یو بل هم نه پوهېږم د کوم ځای و، هغه له رضا د مخه مړ شو.یو بل و، چې په پښه کې يي سیخ و، د هغه مړی يی هم له همدې ځایه اوچت کړ. یو يي د زاړه پله لاندې مړ شوی و، چې دریمې حوزې يی مړه پورته کړ. ما د همدې څلور پنځو تنو مړي لیدلي.''

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل ښار کې د روږدو کسانو د مړینې په اړه کره شمېره نلري، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو څو ورځو کې يي د همدې پله له لاندې دری مړي راایستلي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، کېدی شي، د روږدو کسانو شمېره تردې هم ډېره وي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې شاو خوا یو میلیون کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

سره له دې، چې د دغو روږدو کسانو لپاره په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د درملنې مرکزونه جوړ شوي، خو ډېر لږ يي د درملنې چانس پیدا کوي.

یوازې په نشه يي توکو روږدي کسان نه دي، چې په افغانستان کې د وروستۍ وارورې اورېدنې او سړې هوا له کبله مړه شوي، د افغانستان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې د وروستې واورې اورېدونې او سړې هوا له امله په هېواد کې شا و خوا ۵۰ تنه مړه شوي او په لسګونه نور ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې په روان ژمي کې د ډېرې سړې هوا له کبله د کابل ښار د قرغې په سیمه کې د بې ځایه شويو کورنیو په کمپ کې له شلو د ډېرو ماشومانو مړینه هم یوه زړه بوږنوونکو پېښو څخه وه.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .