امریکايی ډګروال: پنتاګان افغانستان کې "لار ورکی" دی

امریکايي پوځيان

ډیوېس وايي چې ځينې افغان ملي چارواکي له طالبانو سره جوړ دي.

ډګروال ډینیل ډېوېس ویلي، امریکايي پوځي او پنتاګان د افغاني حکومت نیمګړتیاوې لاهم پټې ساتلې دي.

د امریکا د وسله وال ځواک په ورځپاڼه کې د "افغانستان کې د دروغو ریښتیا کېدل: پوځي مشرانو څرنګه تېر ایستلو" په نامه دینیل ډېوېس په یوه مقاله کې لیکي "هغه څه مې چې پخپلو سترګو لیدلي، له واقعیت او د امریکا د پوځي چارواکو له خوا له ورکړل شوو معلوماتو سره توپیر لري. برعکس، په ټولو برخو کې د نابریالیتوب شاهدان یو."

ډیوېس پخپله مقاله کې چې یوه نسخه یې پنتاګان ته استولې، وړاندې کاږي، د افغان حکومت سیمه ییز چارواکي د خپل ولس پروړاندې دنده نه ترسره کوي، همدارنګه د هغه په وینا افغاني ځواکونه هم په ریښتیا د اورپکۍ پرضد جګړې ته نه هڅول کېږي، بلکې دوی ټول له طالبانو سره په یوه ډول نه یوه ډول خواخوږي لري.

دغه امریکایی فسر چې افغانستان کې یې یو کال تېر کړی، وايي "ددغه لار ورکي او ناڅرګند هدف لپاره ډېر کسان ووژل شول. خو بیا هم پایله مجهوله ده."

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې ښاغلی ډیوېس ښايي په دا ډول څرګندونو خپله دنده له لاسه ورکړي او یا دا چې سزا ورکړل شي.

په مقابل کې، د پنتاګان ویاند جورج لیتل د ډیوېس په حق کې د احتمالي سزا یا غبرګون په اړه څه نه دي ویلي، خو دې ته یې اشاره کړې چې ګني دا خبرې "د هغه د خپل نظر څرګندويي کوي."

لیتل ټینګار کوي چې د افغانستان په تړاو د پنتاګان دریځ یوه دقیق تحلیل ته اړتیا لري، چې پر څو سرچینو ولاړ وي نه دا چې یو سړې دې خپل نظر څرګند کړي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .