ماريا صديقي
له کابله

م.م وايي په نوي خپاره شوي راپور کې د نړیوالو ځواکونو د تېرکال په پوځي عملیاتو کې ملکي مرګ ژوبله ۴٪ راټيټه شوې ده.
په افغانستان کې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د کلني رپوټ له خپرېدو وروسته، ایساف ځواکونو اعلان کړی، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د ټیټوالي لپاره به خپلې هڅې لاپسې جدي کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د رپوټ له مخې، د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله اته سلنه ډېره شوې.
په رپوټ کې د ۲۰۱۱ میلادي کال د ۷۷ سلنې مرګ ژوبلې پړه پر اورپکو اچول شوې ده.
په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونو ویاند کرستن جاکوبسن د جګړې پرمهال د ملکي وګړو پرخوندیتوب ټینګارکوي او وايي، د دغې مرګ ژوبلې د مخنیوي لباره په روان میلادي کال کې هرډول ممکنه وسه کار واخلي.
''د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ایساف لپاره غمجنه او دردونکې ده. موږ به هر ډول ممکنه ګام اوچتوو، ترڅو به ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړو.''
د ایساف ویاند د افغان ځواکونو له روزنې، خلکو ته پوهاوی، افغانستان ته د چاودېدونکو توکو د راواردولو مخنیوی او د بم جوړوونکو زنداني کول، د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره ګټورې هڅې وبللې، خو زیاته يي کړه، چې په بشپړه توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی اوږد مزل غواړي.
د ملګرو ملتونو په نوي خپاره شوي راپور کې د نړیوالو ځواکونو د تېرکال په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ۴ سلنه کموالي خبره شوې، خو ښاغلی جاکوبسن وایي، دغه رپوټ به وڅېړي، چې په وینا يي د مرګ ژوبلې د کچې د ټیټوالي لپاره ممکن د دغه رپوت لارښوونې وکاروي.

د بهرنیو ځواکونو له خوا د افغانانو د کورونو خپلې تلاشۍ له دغو ځواکونو د خلکو کرکه ډېره کړې ده.
"ایساف اوس ددغه راپور موندنې، چې کېدای شي له موږ سره په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په راټيټولو کې مرسته وکړي، په محتاط ډول چلند کوي. موږ د یونما د نه ستړېدونکو هڅو درناوی کوو، او له هغوی سره د ملکي مرګ ژوبلې په راکمولو کې همکاري کوو."
په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو په پوځي عملیاتو او شپنیو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغان ولسمشر حامدکرزي او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په اړیکو کې د ناندریو لامل شوی ده.
د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو ډلو په بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغان چارواکو او نړیوالو ځواکونو غبرګونونه سره مله وه.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .