بي بي سي پښتو ټکی کام

د مالیې وزیر دا هم وویل، چې دمګړۍ په سلو کې نژدې دوه څلوېښت عادي بودیجه له بهرنیو مرستو جوړېږي.
د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۱ مالي کال په عادي بودیجه کې د څوارلس سلنې زیاتېدو اعلان وکړ.
د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان مشرانو جرګې ته د ۱۳۹۱ مالي کال د بودیجې وړاندې کولو پرمهال وویل، چې د بودیجې د ډېرولو اصلي لامل د افغان امنيتي ځواکونو د شمېر ډېروالی او همدارنګه د افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې د کارکوونکو او د پوهنې په برخه کې د کار کوونکو زیاتوالی دی.
ښاغلي زاخېلوال وویل، چې د راتلونکي کال لپاره عادي بودیجه له یو سل او څلور دېرشو میلیارد افغانیو (چې له دوه اعشاریه اووه میلیارد ډالرو اوړي) زیاتېږي، چې په سلو کې نژدې شپږ اویا یې د حکومتي کارکوونکو د معاشونو لپاره ځانګړې شوې ده.
د مالیې وزیر وویل: "د امنیتي چارو په لګښتونو کې زیاتوالی، د پوهنې (معارف) او لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه د ۱۳۹۱ مالي کال په بودیجه کې د زیاتوالي اصلي لامل دی."
نوموړي دا هم وویل چې ''د ۱۳۹۰ کال په اوږدو کې، د ملي اردو د درو زرو سرتېرو اضافه کېدل، شل زره سیمه ییزو پولیسو ډېروالی، او د ملي پولیسو په لیکو کې له درویشت زرو د ډېرو نوو سرتېرو ګمارلو د بودیجې پر ډېروالي اغېز کړی.''
د افغانستان مشرانو جرګې د اساسي قانون پربنسټ، د راتلونکي مالي کال د بودیجې د ارزونې لپاره دوه اوونۍ وخت لري، چې تر تاییدولو وروسته بیا ولسي جرګې ته ځي.
پر دې سربېره، د ښاغلي زاخېلوال په وینا، د ملي امنیت په اداره کې د پنځه نیمو زرو نوو کارکوونکو ګمارلو، او د ښوونځيو او پوهنتونونو د ښوونکو زیاتوالي د را روان کال د مالي کال په بودیجه کې ډېروالی غوښت.
ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمېدل ددې لامل کېږي چې د افغانستان حکومت د خپلو سرتېرو مسؤولیت پرخپله غاړه واخلي او لګښتونه ورته برابر کړي.
د مالیې وزیر دا هم وویل، چې دمګړۍ په سلو کې نژدې دوه څلوېښت عادي بودیجه له بهرنیو مرستو جوړېږي.
د افغانستان مشرانو جرګې د اساسي قانون پربنسټ، د راتلونکي مالي کال د بودیجې د ارزونې لپاره دوه اوونۍ وخت لري، چې تر تاییدولو وروسته بیا ولسي جرګې ته ځي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .