
سعودي عربستان وروسته له هغه له افغانستان سره د همکاریو د تړون خبره کوي چې افغانستان له ایټالیا، فرانسې او بریتانیا سره د اوږد مهاله همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
سعودي عربستان له افغانستان سره د همکاریو د تړون د لاسلیکولو پریکړه کړې ده.
د سعودي عربستان د خبرې رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي کابینې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلي چې د دې احتمالي تړون په اړه کار وکړي.
په سعودي کې د افغانستان د سفارت یوه ديپلومات هم له بي بي سي سره په خبرو کې د دې تړون خبره تایید کړه.
سعودي عربستان وروسته له هغه له افغانستان سره د همکاریو د تړون خبره کوي چې ولسمشر حامد کرزي اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې له ایټالیا، فرانسې او بریتانیا سره د اوږد مهاله همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
سعودي عربستان په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره ديپلوماتیکۍ اړیکې لرلي دي خو جوتو همکاریو یې رسنیو ته لاره نه ده کړې.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته دا لومړی ځل دی چې سعودي له افغانستان سره د همکاریو د تړون خبره کوي.
دغه شاهي هیواد د طالبانو حکومت هم په رسمیت پیژانده.
په عربي نړۍ کې یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې سعودي عربستان د شوروي اتحاد پرضد دجګړې او طالبانو د واکمنې پرمهال له افغانانو سره نږدی شوی و خو وروستۍ همکارۍ یې جوتې نه وې.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .