
د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن وايي افغانانو ته د امنیت سپارلو په مهال ویش کې بدلونونه دې همغږي شي.
د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن وايي افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو په پخواني منل شوي مهال ویش کې بدلونونه باید له متحدینو سره همغږي شي.
ښاغلي راسموسن دا څرګندوني د امریکا له هغه اعلان وروسته وکړې چې وایې د راتلونکي ۲۰۱۳ میلادي کال له پاي دمخه به په افغانستان کې خپل جګړه ييز عمليات پاي ته ورسوي.
ښاغلي راسموسن په بروکسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو ترغونډې دمخه په خبرو کې دا هم وویل چې د متحدو هیوادونو هغه پخوانۍ پریکړه چې له مخې به یې دغه هیوادونه د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي لا هم په خپل حال ده.
افغان حکومت وايي په دې شرط د راتلونکي میلادي کال په اوږدو کې په افغانستان کې د ټولو جګړه ییزو عملیاتو مسوولیت اخیستی شي چې نړیواله ټولنه د سمبالښت په برخه کې له افغان ځواکونو سره کړې ژمنې پوره کړي.
د افغانستان ددفاع وزارت وايي سره له دې چې اوس ملي پوځ په پرمختللو درنو وسلو سمبال نه دی خو بیا هم په ټول افغانستان کې شاخوا ۸۰ سلنه جګړیز عملیات یوازې ترسره کوي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .