
د هرات د سیمه ییزو چارواکو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی چې د هرات تر ښاره له نوموړي هیواده د غازو د یوې نل لیکې د غزولو پر طرحې خبرې وکړي.
د هرات د سیمه ییزو چارواکو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی چې د هرات تر ښاره له نوموړي هیواده د غازو د یوې نل لیکې د غزولو پر طرحې خبرې وکړي.
چارواکي وایي که دا طرحه عملي شي نو د هرات ښار اوسیدونکي به په آرزانه بیه د یوې ځانګړی نل لیکې له لارې وارداتي غازو ته لاس رسی پیدا کړي.
دغه طرحه تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي له خوا تایید شوې ده.
دم ګړۍ د غازو دغه نل لیکه د ترکمنستان تر کوشکي ښاره غزول شوې ده. دا ښار له هرات ولایت نه ۱۲۰ کیلو متره واټن لري.
د هرات د والي ډاکټر داود شاه صبا په مشرۍ افغان پلاوی به د ترکمنستان له چارواکو سره د دواړو هیوادونو د سرحدي ښارونو ترمنځ د سوداګریزو او صنعتي اړیکو پر پراخولو هم خبرې وکړي.
هرات ته له ترکمنستانه د وارداتي بریښنا تخنیکي ستونزې چې کله کله د بریښنا په بهیر کې پرچاوي راولي بله هغه موضوع ده چې افغان پلاوی به یې په دې سفر کې د هوارولو غوښتنه وکړي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .