بي بي سي پښتو ټکی کام

ولسمشر کرزي له ايتاليايانو وغوښتل چې په افغانستان کې پانگونه وکړي
د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د پنجشنبه په ماښام( د جنوري ٢٦) د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو تړون لاسلیک شو.
افغان ولسمشر حامد کرزي او د ایټالیا لومړي وزير ماریو مونتي د افغانستان او ایټالیا تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو تړون د خپلو هيوادونو په استازيتوب لاسلیک کړ.
د تړون تر لاسلیک وروسته دواړو مشرانو په یوه خبري ناسته کې برخه واخیسته. د
ایټالیا لومړي وزير ماموریو مونتي وویل چې د ستراتیژیکو اړیکو د دې موافقتنامې لاسلیک کول زموږ د دواړو
هېوادونو د راتلونکو همکاریو اساس دی او ایټالیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ایټالیا لومړي وزير وویل چې هېواد به یې د اوږدمهال لپاره له افغانستان سره خپلو اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.
په افغانستان کې د ښو شرایطو په اساس او د ستراتیژیکو اړیکو د دغې موافقتنامې له برکته ایټالیا کولای شي چې د افغانستان د کاني زېرمو په راسپړلو کې خپله پانګونه وکړي
حامد کرزى
ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې له ایټالیا سره د ستراتیژیکو اړیکو د تړون پر لاسليک خوښي وښوده او د " وياړ" ځاى يې وبالۀ.
افغان چارواکي وايي حامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ایټالیا له همکاریو د زړه له کومي مننه وکړه.
ښاغلي کرزي وویل په افغانستان کې د ښو شرایطو په اساس او د ستراتیژیکو اړیکو د دغې موافقتنامې له برکته ایټالیا کولای شي چې د افغانستان د کاني زېرمو په راسپړلو کې خپله پانګونه وکړي.
د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو د دغه تړون له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته ایټالیا له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د
قانون د تطبیق، فرهنګي او رسنیزو همکاریو او د ظرفیت جوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
افغان چارواکي وايي په افغانستان کې د څو تريلينو ډالرو په ارزښت طبعيي زيرمې شته چې د نړيوالو پانگونې ته سترگې په لار دي.
تر اوسه يوازې چين او هند د افغانستان په معدنونو کې پانگونې کړې دي.
ډير په دې باور دي چې د نا امنيو له امله بهرني پانگوال په افغانستان کې پانگونې ته زړۀ نه ښه کوي.
ولسمشر کرزى د جمعې په ورځ فرانسې ته ځي او د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کوي.
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .