کرزی له ترکمن چارواکو سره پرسوداګریزې غوړېدا خبرې کوي

عشق اباد

ترکمنستان د افغانستان اندخوی- اقینې ترمنځ د اورګاډې د غځول شوې پلټۍ پروژه هم پیل کړې ده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ترکمنستان ته تللی، چې د دغه هېواد له چارواکو سره په لوړه کچه د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د ترکمنستان خبري رسنیو ویلي، دواړه ولسمشران (حامد کرزی او قربان ګلي بردي محمدوف) به ددوو هېوادونو ترمنځ پر ګډه سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.

د ترکمنستان د ‘دولت خبرلرې’ رسمي رسنیو راپور کاږي، ددواړو مشرانو خبرې د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره ګټورې تمامېدلی شي.

کابل له عشق اباد تمه لري چې د افغانستان له خاورې د غازو د نل لیکې غځېدا به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.

حامد کرزی

حامد کرزی به د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون د لاس لیک لپاره د جمعې په ورځ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته لاړشي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندستان ترمنځ د غازو د نل لیکې د غځولو هوکړه د تېر ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې وشوه.

په دې لړ کې له ترکمنستانه افغانستان ته د ترکمن برېښنا د لېږد تړون هم لاسلیک شوی دی.

ترکمنستان د افغانستان اندخوی- اقینې ترمنځ د اورګاډې د غځول شوې پلټۍ پروژه هم پیل کړې ده.

د اورګاډې په دې ۱۵۰ کیلومتره اوږدې پټلۍ سره ترکمنستان د افغانستان له فاریاب ولایت سره نښلول کېږي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012

.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .