د چیک دفاع وزیر: افغانستان یوازې نه پرېږدو

الکسندر وندرا

د چیک جمهوریت دفاع وزیر الکسندر وندرا په واشنګټن کې د امریکا له دفاع وزیر لیون پنیتا سره د افغانستان پر حالاتو غږېدلی دی.

ښاغلی وندرا په افغانستان کې د چیک جمهوریت د مېشتو پوځيانو په اړه له امریکايي پوځي چارواکو سره خبرې وکړې.

دفاع وزیر الکسندر وندرا وویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به چیک افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي.

خو د چیک جمهوریت ځینو رسنیو ویلي، چې دغه هېواد د روان ۲۰۱۲ کال ترپایه له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو ایستل بشپړوي.

ښاغلي وندرا زیاته کړه چې د پوځيانو له وتلو وروسته به افغانستان کې یو شمېر مسلکي پوځي روزونکي او د چورلکو مسلکي کسان پاتې شي.

د چیک جمهوریت د پوځي روزونکو په ګډون، افغانستان کې ۵۹۰ سرتېري لري، چې په میدان وردګو او کابل کې مېشت دي.

همدارنګه په لوګر ولایت کې د ولايتي بیارغاونې چارې هم پرمخ وړي.

چیک په ختيځ ننګرهار ولایت کې هم ځانګړي ځواکونه لري.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012

.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .