
تورن کس پرې لګول شوي تورونه منلي.
د افغانستان په لوېديځ کې یو افغان ایران ته د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کالو بند محکوم شو.
د هرات د ښاري محکمې او عامه امنیت رییس قاضي سراج الدین نصر تورن کس د یوه بهرني هېواد جاسوس او هېواد ته په خیانت تورن کړ.
پر دغه کس وطن، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د خیانت تورونه لګول شوي.
تورن کس اوږده موده په ایران کې اوسېدلی او نژدې دوه میاشتې وړاندې د ملي امنیت ریاست لخوا نیول شوی و.
ښاغلي نصر وویل، چې تورن په هرات ولایت کې د ځینو افغان او بهرنیو ځواکونو د ممنوعه سیمو انځورونه اخیستي او په وینا یې د یادښت په کتاب کې یې د ایران استخباراتي چارواکو د تیلې فون شمېرې او نیول شوې اړیکې هم موندل شوې.
دی نن (جنوري ۲۴) د هرات د ښاري محکمی د کورني او بهرني امنیت د جرایمو د څانګې لخوا په ۱۶ کاله حبس محکوم شو.
دغه افغان محکوم شوي وګړي پر ده لګول شوی تورونه ونه منل.
د ده وکیل شیر احمد مهدوي هم وویل چې د ده نه اعتراف په زوره اخستل شوی.
د هرات ښاري محکمې هم د نننۍ علني غونډې په پای کې وویل چې صادر شوی حکم وروستی نه دی او محکوم شوی کس دا حق لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .