
د ولسي جرګې د دویم مرستیال لپاره ټاکنې به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
د افغانستان د ولسي جرګې د دویم مرستیال او د منشیانو او د هغوی د مرستیالانو ټاکنې دریمې ورځې ته وغځېدې، چې په پایله کې یې یوازې د ولسي جرګې منشي او د هغه مرستیال وټاکل شول خو د ولسي جرګې دوهم مرستیال ته نوم آندان په دریم پړاو کې هم بریالي نه شول.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د پردې تر شا قوي ایتلافونه او اختلافونه موجود دي، نو له همدې امله دا ټاکنې آن دریم پړاو ته وغځېدې.
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي ټاکنې یو بلې ورځې ته وغځېدې، د ټاکنو په دویم او دریم پړاو کې د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالستار خواصي او د هغه مرستیال فرهاد عظیمي اړینې رایې ترلاسه کړې او دغو دندو ته بریالي شول، خو د ولسي جرګې ته نوم آند احمد بهزاد او ډاکتر جعفر مهدوي دواړه د پنځوس جمع یو رایو په ګټلو بریالي نه شول.
په ولسي جرګې کې د کابل ولایت استازی رمضان بشردوست وايي په ولسي جرګې کې یو شمېر کسانو ته ګواښونه شوي چې باید ځان دغو څوکیو ته کاندید نه کړي، د ښاغلي بشر دوست په وینا که دا خبر ریښتیا وي نو باید جدي څېړنې یې وشي.

خو په ولسي جرګې کې د هلمند ولایت استازی جبار قهرمان دا تورونه ردوي او وايي په ولسي جرګې کې پیسې او یا هم نورې وسیلې د استازو پر پریکړو اغېز نه لري.
خو ویل کیږي چې د پردې تر شا قوي ایتلافونه او اختلافونه موجود دي، د لوګر ولایت استازی حاجی اکبر ستانکزی یې بېلګې داسې په ګوته کوي.
د ولسي جرګې د دویم مرستیال لپاره ټاکنې به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي، په داسې حال کې چې ددې جرګې لومړی مرستیال حاجی ظاهر قدیر د ټاکنو به لومړي پړاو کې د رایو په اکثریت وټاکل شو.
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .