په افغانستان کې په لومړي ځل د واورې رگبي لوبه ترسره شوه.
د جنوري په ٢٣ مه نېټه د کابل په لويديځ کې د قرغې ډنډ ته نژدې د گالف کورس پر ميدان د کابل يونايتيد او رحماني کلبونو ترمنځ لوبه وشوه.
دا لوبه چې په نژدې نيم متر واوره کې ترسره شوه د نندارچيانو د پام وړ وه.
د واورې رگبي د ارجنتاين ، کانادا او د هند تر ولکې لاندې کشمير کې شوې ده خو دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې تجربه کيږي.
د افغانستان د رگبي فدراسيون اداري مسوول اسد زيار بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د واورې له رگبي سره لوبغاړو او نندارچيانو ښه مينه وښوده.
دوى هيله من دي چې د رگبي لوبه په افغانستان کې نوره هم وغوړيږي.
په دې وروستيو کې د کريکت لوبه هم په واورو کې افغان لوبغاړو په کابل کې وکړه.










