کرزي مهم څو پړاويز بهرنى سفر پيل کړ

کرزى

ولسمشر کرزى به په اروپا کې د ستراتيژيکړ اړيکو تړونونه لاسليکوي

ولسمشر حامد کرزى د سه شنبه په ماښام ( د جنوري ٢٤) د یوۀ مهم پنځه ورځني رسمي سفر لپاره د ترکمنستان، ایټالیا، فرانسې او بریتانیا هېوادونو ته روان شو.

ښاغلى کرزی به د چارشنبه په ورځ له خپل ترکمن سيال قربان قلي برديِ محمدوف سره وګوري.

افغان چارواکي وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ به په دغه ليدنه کې د بیلابیلو همکاریو د پراختیا په باب خبرې وشي.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسى زي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې په ترکمنستان کې به د غازو پر نل ليکې، د فارياب ولايت د اندخوى تر ولسوالۍ پورې د اورگاډي د پټلۍ پر غځولو، د افغانستان شمال لويديځو سيمو ته برېښنا او ځينو نورو مسايلو باندې خبرې وشي.

له ترکمنستان څخه وروسته به ولسمشر کرزى د ایټالیا پلازمېنې روم ته روان شي او هلته به د هغه هېواد له صدراعظم ماریو مونتي سره پرکتنې سربیره د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو سند لاس لیک کړي.

اروپا

په ترکمنستان کې به د غازو پر نل ليکې، د فارياب ولايت د اندخوى تر ولسوالۍ پورې د اورگاډي د پټلۍ پر غځولو، د افغانستان شمال لويديځو سيمو ته برېښنا او ځينو نورو مسايلو باندې خبرې وشي

جانان موسى زى

حامد کرزی به د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون د لاس لیک لپاره د جمعې په ورځ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته لاړشي.

د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون پر لاسلیک سربیره به له ولسمشر نیکولا سارکوزي سره هم ښاغلى کرزى وګوري او په هغه میلمستیا کې به ګډون وکړي چې د فرانسې د ملي شورا د رئیس برنارد اکویار له خوا جوړه او په هغې کې به د فرانسې د پانګه والو د ټولنې او د هغه هېواد دکابینې ځیني غړي هم ګډون وکړي.

حامدکرزی به فرانسې ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان او فرانسې د مناسباتو د نندارتون آرشیف هم وويني.

افغان ولسمشر به د جمعې د ورځې په ماښام بریتانیا ته روان شي او د شنبې په ورځ به د بریتانیا له صدراعظم دیوید کيميرون سره وګوري او د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو سند به له هغه سره لاسلیک کړي.

نيت دا و چې په اروپا کې د ستراتيژيکو اړيکو تړونونه د تير دسمبر په مياشت کې لاسليک شي.

خو هغه وخت ولسمشر کرزي د بن په غونډه کې له گډونه وروسته کابل ته مخه کړه ځکه چې د عاشورا په ورځ ځانمرگي بريد گڼ کسان ووژل.

کابل له ترکمنستان سره اقتصادي اړيکي خورا مهمې بولي او د اروپا له سترو هيوادونو سره ستراتيژيکي اړيکي هم ورته ډيرې د پام وړ دي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012

.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .