حفيظ الله معروف
له کابله

اروبايي اتحاديه وايي له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
اروپايي ټولنه وايي له ۲۰۱۴ زیږدیز کال وروسته، چې کله بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي، دغه ټولنه به بیا هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دغه ټولنه اوس د افغان پولیسو د روزنې ترڅنګ په نورو برخو کې له افغانستان سره په کال د شاوخوا یو میلیارد یورو مرسته کوي.
په افغانستان کې داروپایې ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان او د دغې ټولنې ترمنځ د ستراتیژیک تړون مسوده د راتلونکې میلادي میاشتې په وروستيو کې بشپړیږي او له هغې وروسته به یې افغان حکومت ته د څیړلو لپاره وسپاري.
د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانګړی استازی ویګادس اوشاڅکس وايي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
"زه ډیر خوشاله یم، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ژمنې یو ځل بیا تازه کوم، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.
اروپايي ټولنه، چې د اوه ویشتو اروپایې هیوادونو استازولي کوي، ژمنه ده، چې د راتلونکو کلونو لپاره به هم له افغانستان سره مالي مرسته ته، دپخوا په څیر، چې شاوخوا یو میلیارده یورو کیږي، دوام ورکوي."
ښاغلي اوشاڅکس وویل، د اروپایې ټولنې دغه مرستې به د ظرفیتونو په لوړونې او د افغان پولیسو پر زده کړو ولګول شي.
هغه تړون چې موږ یې افغان حکومت ته وړاندې کوو، په هغه کې دوه اړخیزه پرمختګ او همکاري شامله ده. دا ډیر هر اړخیز تړون دی، ځکه چې ډیر موضوعات پکې را نغښتل کیږي.
اوشاڅکس
په همدې حال کې اروپایې ټولنه وايي، دافغانستان او د دغې ټولنې ترمنځ د ستراتیريک تړون مسوده وروستیو پړاوونو ته رسیدلې او د راتلونکې میلادي میاشتې په وروستیو کې به یې افغان حکومت ته وسپاري.
د دغې ټولنې استازی ویګادس اوشاڅکس وايي، له افغانستان سره د دغه تړون اساسي شرط ښه حکومت والي ده:
"هغه تړون چې موږ یې افغان حکومت ته وړاندې کوو، په هغه کې دوه اړخیزه پرمختګ او همکاري شامله ده. دا ډیر هر اړخیز تړون دی، ځکه چې ډیر موضوعات پکې را نغښتل کیږي.
د افغانستان او اورپايې ټولنې د تړون او اړیکو لپاره وارد مخه اساسي شرط، د ښې حکومتوالۍ رامنځ ته کول دي. موږ به همدارنګه د دې تړون په لاسلیکولو سره په ملکي برخه کې هم مرستې کوو."
ښاغلي اوشاڅکس وویل په دغه تړون کې به د افغانستان پر بشپړې خپلواکۍ ټنیګار کیږي او د ده په وینا هڅه به دا وي، چې افغانستان له هره پلوه په خپلو ودریږي.
افغانستان تر دې وړاندې له هندوستان سره هم اوږدمهاله ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ افغان ولسمشر حامد کرزی د اروپا له دریو نورو هیوادونو سره د ستراتیژیکو سندونو د لاسلیکېدو په مخه اروپا ته ولاړشي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .