فرانسې د سرتيرو تر وژنې وروسته افغان روزنه وځنډوله

فرانسوي عسکر

شاوخوا ٤٠٠٠ فرانسوي عسکر په افغانستان کې دي

ولسمشر نيکولاس سارکوزي په پاريس کې د خبرو پر وخت وويل له دې وروسته په افغانستان کې د فرانسوي سرتيرو له خوا د روزنې ټولې چارې او په عملياتو کې د دوى د پوځ له خوا مرستې ځنډوي.

دا خبره تر هغه وروسته وشوې چې د جمعې په ورځ( د جنوري شلمه) يوۀ افغان عسکر په کاپيسا کې څلور فرانسوي سرتيري ووژل.

په دغه پېښه کې ١٦ نور فرانسوي عسکر ټپيان شوي دي.

د ناټو يوۀ وياند او افغان مامورين وايي چې يوۀ کس چې د افغان پوځ جامه يې اغوستې وه د کاپيسا په تگاب کې پر فرانسوي سرتيرو ډزې وکړې.

ويل کيږي چې د افغان پوځ په جامه سمبال کس چې ډزې يې کړې دي نيول شوى دى.

له دغو وژنو سره په تيرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د وژل شويو فرانسوي عسکرو شميره ٨٢ ته وختله.

نيوکلاس سرکوزي وويل:

" فرانسوي ځواکونه په افغانستان کې د افغانانو د خدمت لپاره دي چې د ترهگرۍ پر ضد او د طالبانو پر ضد وجنگيږي د دې لپاره نه دي چې په افغانستان کې يې افغان عسکر ووژني."

نیکولا سارکوزی

نیکولا سارکوزی وايي: ''فرانسوي عسکر افغانستان ته ددې لپاره نه دي تللي چې افغان سرتېري یې په نښه کړي.''

فرانسوي ولسمشر بې له دې چې نور جزييات ورکړي گواښ وکړ چې:

"که د امنيت شرايط په ښکاره سم نه شي نو دا پوښتنه به راپورته کيږي چې تر وخت وړاندې فرانسوي عسکر له افغانستانه وايستل شي."

فرانسه په افغانستان کې شاوخوا څلور زره عسکر لري او نيت يې دا دى چې دغه ځواکونه به تر ٢٠١٤ کال پورې هلته وي.

ولسمشر حامد کرزى په راتلونکې اوونۍ کې اروپا ته سفر لري چې فرانسې ته به هم ځي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .