حفيظ الله معروف
له کابله

ښاغلی کوبيش په سلواکي، انګليسي، روسې، چکي او فرانسوي ژبو روانې خبرې کوي او په ۱۹۵۲ کال کې په براتسلاویا کې زیږیدلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو نوی استازی کابل ته رسېدلی او په رسمي ډول یې په کار پیل وکړ.
۶۰ کلن یان کوبیش، چې د سلواکیا اوسېدونکي دی، له دوه زره لومړي کال راوروسته د ملګرو ملتونو شپږم ځانګړی استازی دی، چې دافغانستان لپاره ټاکل کیږي.
یان کوبیش، چې د چهارشنبې له ورځې یې په افغانستان کې په رسمي ډول دنده پيل کړه، د مسکو د نړیوالو اړیکو له انسټیوټ څخه فارغ شوی دی.
نوموړی مخکې، له دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي وټاکل شي، د اروپا لپاره د دغه سازمان د اقتصادي کمیسیون اجرایوي مشر و.
ښاغلي کوبیش په ارګ ماڼۍ کې له ښاغلي کرزي سره د لیدو پرمهال په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره د افغان حکومت هڅې وستایلې او د افغانانو په مشرۍ یې له دغو خبرو ننګه وکړه.
دغه راز ښاغلی کوبیش، له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی او په اروپا کې د امنیت او همکاري د سازمان د عموي منشي پر دنده یې هم کار کړی دی.
ملګري ملتونو په عمومي ډول په هرو دوو کلونو کې د نړۍ هیوادونو خپل نوي استازي ټاکي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه نوي غوره شوي استازي د نولس سوه نویمې لسیزې په اوږده کې هم د تاجکستان لپاره د دغه سازمان استازولي کړې ده. ښاغلي کوبیش ژمنه وکړه، چې له افغان حکومت سره به له نژدې کار کوي:
''زه به هڅه وکړم، چې دلته کار وکړم، هڅه کوم، چې د امنیت د لیږد په بهیر کې دلته پاتې شم او له افغان حکومت سره کار وکړم. زه هڅه کوم، چې د افغانانو ښه همکار و اوسم.''
ښاغلی کوبيش په سلواکي، انګليسي، روسې، چکي او فرانسوي ژبو روانې خبرې کوي او په ۱۹۵۲ کال کې په براتسلاویا کې زیږیدلی دی.
له نوموړي وړاندې، سټيفن ډيمسټورا دوه کاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و.
ملګري ملتونو په عمومي ډول په هرو دوو کلونو کې د نړۍ هیوادونو خپل نوي استازي ټاکي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .