برتانوي پوځيان د افغان ماشومانو د کړولو په تور نیول شوي

د برتانیا لومړي وزیر ويلي چې په دې پېښه تېره شپه خبر شو.

د برتانیا پولیس د دغه هېواد له هغو دوو برتانوي پوځيانو پوښتنې ګروېږنې کوي، چې افغانستان کې د دوو افغان ماشومانو د ځورونې په تور نیول شوي.

راپور وايي چې دوو برتانوي پوځيانو دوه ۱۰ کلن افغان ماشومان ځورولي دي.

''سن نیوزپیپر'' ویلي د ماشومانو د ځورونې دا پېښه په کامره ریکارډ شوې او بیا تورنو برتانوي پوځيانو خپلو ملګرو ته په کمپیوټر کې ښودلې ده.

د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې دا ډول تورونه به له شاهي پولیسو سره په ګډه په جدي توګه وڅېړي.د برتانیا دفاع وزارت یوه ویاند وویل ''موږ خبر شوو چې افغانستان کې زموږ دوو سرتېرو ماشومان ځورولي دي.''

''د شاهي پوځي پولیسو (د پلټنو ځانګړې څانګه) دا مهال ددې قضیې پلټنه کوي. موږ به دا ډول تورونه ډېر جدي ونیسو.''

د برتانیا لومړي وزیر ويلي چې په دې پېښه تېره شپه خبر شو.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .