د غزني ښکلي لاسي صنایع

په غزني كې د ښځو چارو د رياست له لوري د يوشمېر هغو مېرمنو په لاس ګڼدل شوي توكي نندارې ته وړاندې شول چې په دې برخه كې يې زده كړې كړي دي.

په دغه نندارتون كې ۳۰ مېرمنو خپل لاسي توكي نندارې ته وړاندې كړل، چې په كې په مريو جوړې شوې غاړه كۍ، مټوالۍ، ګنډونه ، جاي نمازونه ، دنارينه وواو ښځينه وو كالي، لاس ماغو، خولۍ قلمپوښونه، د خوراكي توكو ظرفونه، شيریني دانۍ، كوچني ګل دانونه، مېوې دانۍ او نور په لاس ګنډل شوي څيزونه شامل دي.

د ښځو د چارو ريسه شكريه ولي وايي :''د دغه نندارتون له جوړېدو موخه داده چې د لاسي صنايعو په برخه كې د ښځو وړتيا ته وده وركوله شي.''

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .