بي بي سي پښتو ټکی کام

د حکومت سیاسي مخالفانو له طالبانو سره د امریکا پر مذاکراتو شک وښود.
وسله والو طالبانو په بن کې د افغان حکومت د سیاسي مخالفانو او د ځينو امریکايي سناتورانو ترمنځ غونډه په کلکو ټکو غندلې ده.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا غونډه په افغانستان کې د (مخکنیو جګړه مارانو) د هڅو یوه بېلګه ده، چې په افغانستان کې د فدرالي نظام عملي کول غواړي.
طالبانو دا هم ویلي چې ''اسلامي امارت د یو موټي افغانستان غوښتونکی دی، او د بن غونډه په کلکو ټکو غندي.''
طالبان وايي، ''دا چې افغانستان د ټولو مشترک کور دی، هرڅوک یې چې تجزیه کول او یا پکې د فدرالي نظام پلی کول غواړي، د هېواد دښمنان بلل کېږي. ''
په خپره شوې ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې دا غونډه د هېواد په ګټه نه، بلکې هېواد یوې بلې غمیزې ته ورکاږي.
طالبانو د جرمني له حکومته غوښتي چې افغانستان کې د جګړې د لا تودولو او بحراني حالت رامنځ ته کولو ته لاره هواره نه کړي.
دوی وايي، ''که جرمني د افغانستان خیر غواړي، نو د دغه هېواد د ټول ولس د هیلو احترام دې وکړي.''
د افغانستان ملي جبهه وايي چې دوی د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستو مخالفت نه کوي، په دې شرط چې مخالفین یې د خبرو یو اړخ وي.
دوی ویلي چې د برلین په غونډه کې یې د افغانستان پر روان وضعیت تفصیلي خبرې وکړې.
د افغان دولت مخالفه ټلواله ملي جبهه وايي تر هغې پورې چې په افغانستان کې د سولې په بهير کې د دوى پښه ورگډه شوي نه وي نو دغلته د سوله او ټيکاو راوستنه ناشونې ده .
خو په برلین کې ددغې ټلوالې د مشرانو غونډه د افغانستان په یو شمېر سیمو کې وغندل شوه، او دا یې د سولې د روانو هڅو پروړاندې خنډ بللی دی.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .