نعمت الله کرياب
له کونړه

قاتل چې د بوډاوالي له امله يې سمې خبرې نه شوې کولى منله چې خپله مېرمن یې وژلې.
دغه عمر خوړلي سړي شاوخوا دوه مياشتې وړاندې خپله بوډۍ ښځه نيمه شپه پخپله بستره کې په تبر وهلې او وژلې وه.
د شواهدو او اسنادو له وړاندې کولو او پخپله د تورن له اقرار نه وروسته قاضيانو خپله پرېکړه نوموړي ته په يوه ډاګيزه محکمه کې له زړه خوږي سره سره واوروله.
قاتل چې د بوډاوالي له امله يې سمې خبرې نه شوې کولى منله چې خپله مېرمن ېې وژلې خو د بدلمنۍ تور يې پرې لګاوه، خو دده نژدې خپلوانو او ګاونډيانو دده دغه تور په محکمه کې رد کړ.
د پېښې سره د تړلو اسنادو او دده له اعترفه ناستو خلکو انګيره چې نو موړي ته به د مرګ شزا اورول کيږي خو دده د زړښت او د زامنو د زاريو له امله یې ښايي د اعدام سزا پر بند اوښتې وي.
ممکن دده پاتې عمر دومره نه وي او ښايي په زندان کې ېې پالنه هم ونه شي ځکه چې د محکمې په پنجره کې ېې لا دودريدو توان نه درلود.
له سزا اورېدو وروسته يې راته په زړه ژبه وويل چې دومره عمر ېې نه دى پاتې.
ددې ننۍ محکمې ټول بهير دډيرو لپاره زړه بوږنوونکې و په ځانګړي ډول د قاتل د يوه زوی له ژړا ډکه غوښتنه چې ويل يې د مور له دعا بې برخې شوی، خو چې پلار زندۍ نه شي.
هسې خو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بېلابېلو پېښو رسنو ته لار موندلې خو ښايي دا دخپل يه کمسارې پېښه وي چې يو اتيا کلن سړى چې لا د امسا د نيولو تاب پکې نه دى پاتې، خپله بوډۍ ښځه په درانه تبر وژني.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .