ماريا صديقي
له کابله

اوسمهال دغه ځواکونو د نورو وسلو له اړخه یو څه سمبال شوي خو د هوایي تخنیک له اړخه لا هم له ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخامخ دي.
د افغانستان د دفاع وزارت له اوس نه شاوخوا دوه میاشتې وروسته د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ملي پوځ پر مټ پراخو عملیاتو ته د تابیا خبر ورکړی.
چارواکو د دغه خبر د اعلان پر مهال د دا وړ پراخو عملیاتو لپاره د سرتیرو پر وړتیا ډاډ ښودلی.
چارواکو په دې اړه خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال په دغو عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو ونډې ته هېڅ اشاره ونه کړه او برعکس یې ټینګار دا و چې افغان ځواکونه اوس د پوځي روزنې او تجهیزاتو دواړو له اړخه د دا راز اوږد مهاله او پراخو عملیاتو وړتیا لري.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي وایي، د دغو عملیاتو د پلان او تنطیم چارې به پخپله د افغان پوځ پر غاړه وي او د جګړې په ډګر کې به د دغو عملیاتو مشري هم پخپله افغانان کوي:
''د نوید په نوم عملیات د ملي اردو په مشرۍ د افغانانو لخوا پلان شوي، چې د ۱۳۹۱ لمریز کال په پيل کې د ۱۸ میاشتو لپاره به پیل شي. دغه عملیات لوی او استراتيژيک عملیات دي، چې په چوکاټ کې به يې، د بېلابېلو زونو په سیمه ییزو قول اردو ګانو کې نور عملیات په اوپراتیفي کچه پلان او پلي شي.''
ټاکل شوې، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ له میشتو بهرنیو ځواکونو ټول مسوولیتونه افغان پوځ او پولیسو ته ولېږدول شي.
د دې لپاره په بیړه د پرسونل له اړخه د دغو ځواکونو د اکمال هڅې روانې دي او ناټو دا ژمنه هم کړې، چې د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد تر وروستي مهلته به افغان ځواکونو ته د اړتیا وړ وسلې او پوځي تجهیزات هم برابر کړي.
اوسمهال دغه ځواکونو د نورو وسلو له اړخه یو څه سمبال شوي خو د هوایي تخنیک له اړخه لا هم له ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخامخ دي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .