پيلوزى: عبدالصمد خان- يوه کلتوري څېره

عبدالصمد خان وروسته د پښتنو له بل سياسي مشر- عبدالغفار خان سره ملگرى شو چې په گډه د هند د خپلواکېدو پر مهال، د خپل ولس برخليک وټاکي.

د پيلوزي دا گڼه تر ډېره د کلتوري فعال او په بلوچستان کې د پښتنو د سياسي مشر عبدالصمد خان اڅکزي د هڅو ارزونې ته بېله شوې ده چې اوس اوس يې د وژنې ۳۸ کاله پوره شول. افغان حکومت ددغې کاليزې په پلمه، ځينو عامه ځايونو ته د عبدالصمد خان نوم ورکړى دى.

عبدالصمد خان په بلوچستان کې د "انجمن وطن" سياسي ډلې په جوړولو سره له انگرېزانو نه ددغې سيمې د خپلواکۍ مبارزه پيل کړه او د خپل دغه مرام د خپرولو لپاره يې د "استقلال" ورځپاڼه را وايسته، چې په لومړي ځل پکې پښتو مطالب خپاره شول

دا چې په پښتو ژبپوهنه، ژورناليزم او ادب کې د هغه ځاى چېرې دى، په دې اړه په پيلوزي کې يو مفصل بحث شوى دى.

د خپرونې پاتې برخه د يوه کتاب ارزونې، د شعري کره کتنې يوې غونډې او په برتانيا کې د پخوانۍ صدراعظمې مارگرېت تاچر په اړه د يوه فلم پېژندنې ته بېله شوې ده چې د چارشنبې په ورځ په لندن کې نندارې ته راووت.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .