د غزني خاورین لوښي د تېر برم کیسه کوي

د لاسي صنايعو د جوړولو په برخه كې هم يوه د كلالۍ يا خاورينو لوښو، او سايلو جوړول دي چې پرې خلك له مودو راهيسې بوخت او له دې لارې خپلې ورځنۍ اقتصادې اړتياوې پوره كوي.

په غزني كې خو ددغو خلكو كمي نشته او سيمې يې په همدې نوم ياديږي.

د کلالۍ، ګلدانونو، منګيو، كوزو او كوزړيو جوړول او كارول هم د غزني په بيلابيلو سيمو كې له پخوا دود او اوس هم دوام لري.

خلک وايي له دې سره سره چې اوس افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو پلاستيكي او چينې لوښي راوړل كېږي، خو بيا يې هم ددوی په كار څومره اغېز نه دی كړی، بلكې په ښه ډول يې كاروبار روان دي.

په غزني ښار كې يو كلال غلام حضرت وايي: ((موږ دلته د كلالۍ په كارونو له څو كليو خلك بوخت يو دا كاروبار تر پخوا ډېر ښه شوى، موږ هر ډول منګي، كوزې، كوزړي، كشري، كاسي، سنكونه، ګلدانونه، چګونه، تنورونه، اونور ان د كوچينيانو د لوبو سامانونه جوړوو، هرڅيز ځانته بيه لري، خلك يې تر نورو لوښوښه او ډير اخلي، دا كار موږ ته له پلرو راپاته دي او ښه ګوزاره موپرې كېږي. داهم درته ويلاى شم چې تر پخوا ډېر ښه شوى دى)).

په ښار كې د كلالي څو هټۍ شته او د خلكو گڼه گوڼه پكې زياته له بيلابيلو سيمو څخه ښار ته راغلې كسان د خاورينو لوښو او توكو د ترلاسه كېدو په مقصد له يوه دوكانه وځي او په بل ننوزځي.

هغوی وايي ددې لوښو ښېګڼه داده چې ارزانه او په عين حال كې تر نورو لوښو كلك هم دي.

د غزني ښار ته راغلى محمد عظيم وايي: (زه دقره باغ ولسوالۍ يم دلته د دوكان لپاره په سودا پسې راغلى يم يو جګ مې په كار دى بيه يې راته پنځه سوه ويلې، خو ګومان كوم سره جوړ به شو او نور منګيان هم اخلم دغو ته مو ډېره اړتيا ده.)

د كلالۍ لوښو جوړونه نه يوازې اوس مهال دودې په حال كې ده بلكې له پخوا وختونو راهيسې يې د خلكو په منځ كې ځانګړی ځاى درلود او كارونه يې هم ډېر وو، چې په زرګونو خلكو ته به پكې د كار زمينه هم برابره وه.

په غزني د اطلاعاتو او كلتور د رياست اداري مدير اغا محمد خوشه زاده وايي ((د غزني د كلالانو لاسي جوړ شوي توكي ډېر د خلكو خوښېدل او په خورا ظرافيت به يې هم جوړول او دغه صنعت د غزنويانو په پېر كې ډېره وده كړي وه.))

اوسمهال د غزني په ښار او څو سيمو كې د كلالۍ په كارونو ګڼ شمېر خلك بوخت دي. هغوی له چارواكو غواړي چې د دغه صنعت په برخه كې موجودو ستونزو ته دې د حل لاره ولټوي او د پراختيا په اړه دې هم ورسره مرسته وكړي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .