
د شمېرو ترمخه له ملکيانو وروسته د افغانستان پوليس تاوتريخوالي کې ډير تلفات لري
لږ تر لږه لس پوليس هغه مهال ووژل شول چې موتر ېې د هيلمند ولايت ناد علي ولسوالۍ کې د سړک په غاړې ښخ شوي بم باند وروختلو.
دا سيمه ايزه پوليس د اوسېدو ځاى ته روان وو چې پېښې سره مخامخ شول.
دوى څخه ډير ېې نوي گومارل شوي وو. هيلمند چې لوى شمېر بهرني پوځيان هم په کې ميشت دي مخالف وسله وال اکثره د سړک غاړې بمونو څخه کار اخلي چې ډير ځله په کې ملکي وگړي هم په نښه شوي دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې ده چې د هيلمند د والي د وياند په وينا نادعلي ولسوالي د ولايت د هغه سيمو څخه يوه ده چې افغان لوري ته ېې د چارو په سپارلو غور روان دى.
د امنيت سره په يوې بلې تړلې پېښې کې دوه فرانسوي پوځيان وژل شوي دي.
نړيواله سوله ساتي ځواکونو په دې اړه ويلي دي چې د افغان ملي اردو يوه سرتيري د ناټو په دې دوه پوځيانو د کاپيسا ولايت کې بريد کړى وو چې په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى هم ووژل شو. په کابل کې د ايساف ځواکونه واېې د پيښې په اړه ېې پلتنه پيل کړې ده. طالبانو ادعا کړې چې بريد کوونکي افغان پوځي له وړاندې نه هغۀ سره په تماس کې وو.

روان کال کې نزدې ٣٠ افغان اوبهرني پوځيان خپله د پوځيانو په ډزو وژل شوي د
تېره اونۍ هم د مسيحانو د اختر يا کريسمس په شپه ٤ امريکايي سرتيري د يوه افغان سرتيري په ډزو تپيان شوي وو.
په روان کې د نړيوالو او افغان ځواکونو شاوخوا ٣٠ سرتيري د افغان ملي اودو د پوځيان او يا پوليسو په ډزو وژل شوي دي.
















