م.م وايي د افغان کډوالو تګلاره کې یې 'خورا لویه' تېروتنه کړې

د افغانانو څلورمه برخه کډوال جوړوي، خو ملګري ملتونه وايي د دوی نه لاسنیوی د تاریخ ستره ناکامي وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ټولنې مشر پیټر نیکولاس وویل له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان لپاره د کډوالو د نړیوالې ټولنې یو این ایچ سي آر چمتو شوې تګلاره داسې یوه تېروتنه وه چې ددغې ټولنې په تاریخ کې ساری نه لري.

افغانستان ته ډېری ستانه شوي کډوال بې کوره پاتې دي او له ترپالونو لاندې شنه اسمان ته شپې اړوي.

خپل هېواد ته په ستنېدو خوشاله یم، خو د کورنۍ غړي مې ۲۰ کسه دي، چې د اوسېدو هېڅ سم ځای او پاکې اوبه نه لرو.

محمد طاهر

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو استازي وویل، نړیوالې ټولنې له ستنېدونکو کډوالو سره داسې مرسته ونه کړه چې د روزۍ موندلو وسیله ومومي او ځکه یې په ټولنه کې د بیا ورګډېدو چاره سمه ترسره نه شوه.

په پام کې ده چې د افغانستان، ایران او پاکستان د کډوالو په تړاو یو نړیوال کنفرانس په راتلونکې مۍ کې جوړ شي، چې موخه یې د کډوالو لپاره د یوې نوې تګلارې جوړول په ګوته شوي.

نیکولاس وویل "دا تر ټولو مهمه ده چې راستنېدونکو کډوالو ته کار ومومو. همدارنګه هغو بزګرو ته باید د کلیوالو سیمو لارې جوړې شي چې خپل محصولات پرې نژدې ښارونو ورسولی شي. "

نوموړی زیاتوي: "دا کار ونه شو، او کډوالو له ستنېدو هېڅ ګټه پورته نه کړه. هغوی په مارکیټ کې د خرڅلاو لپاره هېڅ نه لري."

ښاغلي نیکولاس د کابل په څنډه کې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستې په یوه مرکز کې دا څرګندونې کولې.

پیټر نیکولاس

نیکولاس: ''د راستنېدونکو کډوالو لپاره کار موندنه تر ټولو مهمه چاره ده.''

په دې مرکز کې یو شمېر کډوالو ته کمپلې، کالي، ترپالونه او د تودېدو توکي ورکړل شول.

یو این ایچ سي آر وايي په پام کې لري چې د افغانستان له ۳۴۵۰۰ کورنیو یا ۲۰۰۰۰۰ وګړو سره ژمنۍ مرستې وکړي.

له پاکستانه راستون شوی ۳۰ کلن کډوال محمد طاهر وايي خپل هېواد ته په ستنېدو خوشاله دی، خو وايي چې د کورنۍ غړي یې ۲۰ کسه دي، چې د اوسېدو هېڅ سم ځای او پاکې اوبه نه لري.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .