-
-
وېدیو

انار کلي هنريار د افغانستان د مشرانو جرگې غړى او د بشر د حقونو د خوندي کولو د ډگر يوه فعاله ده.
د ملگرو ملتونو د کلتوري سازمان يونيسکو د ٢٠١١ ميلادي کال د، نه تاوتريخوالي او زړورتيا، جايزه يوې افغانې پيغلې انارکلي هنریار وگټله.
دا لومړى ځل دې چې د ملگرو ملتونو د کلتوري سازمان يونيسکو د نه تاوتريخوالي او زړورتيا نړيواله جايزه د يوې افغانې پيغلې په برخه رسيږي.
دا ځل دغه جايزه انار کلي هنريار ته ورکړل شوه،او هغه هم د هغو کړنو په بدل کې چې نوموړې د بشر د حقونو د خوندي کولو او د تاوتريخوالي په مخنيوې کې کړې دي.
اغلې هنريار وايي تر دغې جايزې وروسته به په اړوندو برخو کې نور هم پسې ځان بوخت کړي.
انار کلي هنريار د افغانستان د مشرانو جرگې غړى او د بشر د حقونو د خوندي کولو د ډگر يوه فعاله ده.
هغه په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې دغې جايزې ته نومول شوې وه،چې د يونيسکو تر اوږدو ارزونو وروسته دغه جايزه ورکړل شوه.
د نه تاو تريخوالي او زړورتيا نړيواله جايزه هر کال يو داسې چا ته ورکول کيږي چې په خپل هيواد کې يې د تاوتريخوالي پر وړاندې پام وړ مبارزه کړې وي.
څه موده مخکې يوې بلې افغانې ښځې ماريا بشير هم د نړۍ د زړورو ښځو جايزه گټلې وه.
د زړورو ښځو جايزه هر کال د امريکې د بهرنيو چارو وزارت له خوا هغې ښځې ته ورکول کيږي،چې په نړيواله کچه يې د ښځو د حقونو او وړتياو په برخه کې ځان تر نورو ښځو مخکې کړى وي.
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .