بي بي سي پښتو ټکی کام

ولسمشر کرزي پر راتلونکي ولسمشر هم خبرې وکړې
ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د نظام کمزوري له سیاسي لاس وهنې خلاصه د ملکي خدمتونو د ادارې نشتوالى او ځينې نور مسايل د دې دليل وبالۀ چې د دۀ په هيواد کې دې رياستي نظام لا تر يوې بلې لسيزې پر ځاى پاتې وي. دۀ د راتلونکي ولسمشر په باب هم خبرې وکړې.
ښاغلي کرزي له يو شمير کورنيو رسنيو سره د خبرو پر وویل، دواړه، ریاستي او پارلماني نظامونه په بیلابیلو ټولنو کې خپلې ښیګڼې لري خو په افغانستان کې د څو نورو راتلونکو کلونو لپاره هم ریاستي نظام غوره دى.
د افغانستان راتلونکی ولمسمشر باید پاک، هېواد پال او د افغانستتان د خلکو د باور وړ شخص و اوسي
حامد کرزى
ښاغلي کرزي د خپل نظر لپاره په خپل استدلال کې ومنله چې پياوړې اداره لا نه لري او نورې ستونزې هم شته:
" که چېرې موږ په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت، له سیاسي لاس وهنې خلاصه د ملکي خدمتونو اداره، ملي ګوندونه، ځواکمنه ملي اردو او ملي پولیس لرلای، هغه مهال د ریاستي نظام په پرتله پارلماني نظام غوره و. خو، له بده مرغه چې افغانستان نن ټول دغه شرایط نه لري."
ده، وویل: لږ تر لږه نورو لسو کلونو ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د ملي بنسټونو او د حکومت د ادارو له پیاوړتیا وروسته، که وغوښتل شي په اساسي قانون کې بدلون رامنځته او له مخې یې ریاستي نظام په پارلماني نظام واړول شي.
افغان ولسمشر زياته کړه : "له هغه مخکې په اساسي قانون کې د بدلون راوستل په ګټه نه دي او زه ورسره موافق نه یم. "
په افغانستان کې ځينې ډلې چې له پخوانۍ شمالي ټوالې سره تړاو لري د پارلماني سيستم پلويانې دي.
د افغانستان په اساسي قانون کې رياستي سيستم غوره بلل شوى.
ښاغلي کرزي د راتلونکي ولسمشر په باب هم د خپل زړۀ خبرې وکړې .
که چېرې موږ په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت، له سیاسي لاس وهنې خلاصه د ملکي خدمتونو اداره، ملي ګوندونه، ځواکمنه ملي اردو او ملي پولیس لرلای، هغه مهال د ریاستي نظام په پرتله پارلماني نظام غوره و. خو، له بده مرغه چې افغانستان نن ټول دغه شرایط نه لري
حامد کرزى
دۀ وويل د افغانستان راتلونکی ولمسمشر باید پاک، هېواد پال او د افغانستتان د خلکو د باور وړ شخص و اوسي.
ده وویل افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکې دورې لپاره داسې شخص ته اړتیا لري چې هېواد او ټول خلک د ځان وبولي او د هغوی د سوکالۍ لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.
ښاغلي کرزي زياته کړه، د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید په چا پورې تړلی نه وي او د هیڅ ډول فشار په وړاندې تسلیم نه شي، بلکې داسې یوشخص و اوسي چې د خپلواک دریځ له مخې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې له پخوا لا ډیرې پیاوړې کړي او دې هېواد ته له نړۍ څخه مرستې را جلبې کړي.
ده، ډاډ څرګند کړ چې د دا ډول ځانګړتیاوو لرونکي شخص سره به چې د هېواد راتلونګي واګي په لاس کې واخلي، له هیڅ ډول همکارۍ څخه دریغ ونه کړي.
خو ښاغلي کرزي د داسې شخص نوم وانه خيست چې د دوى په وينا به دغه وړتياوې ولري.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .