د افغان کډوالو په ګډون د ناقانونه کډوالو بېړۍ د اندونیزیا په اوبو کې ډوبه شوه

بېړۍ

ویل کېږي په بېړۍ کې ټېل ماټېل او ګډوډي د بېړۍ د ډوبېدو سبب شو.

د اندونیزیا په اوبو کې د سلګونو ناقانونه کډوالو لېږدوونکې بېړۍ ډوبه شوې ده.

د دغه هېواد چارواکو د بېړۍ د مسافرو د ژغورلو لپاره پراخه ژغورندویه عملیات پیل کړي دي.

دغه بېړۍ پرون (شنبه، د دسمبر ۱۷مه) د اندونیزیا د جاوا ټاپو په اوبو کې ډوبه شوه.

رویټرز خبري اژانس د ختيځې جاوا د بېړنیو چارو او ملاتړ د څانګې د رییس سهرول عارفین له خولې ویلي، ژغورندویې ډلې ۷۶ ډوب شوي کسان وژغورل.

د اندونیزیا رسنیو ویلي، د ژغورنې عملیات د خرابې هوا له کبله له خنډ سره مخامخ شوي.

اندونیزیايي چارواکو ویلي، د سمندر مستې څپې له جاوا نژدې ۹۰ کیلومتره لیرې د دغې لرګینې بېړۍ د ډوبېدو سبب شوي.

د ژغورل شویو کډوالو له ډلې یوه افغان کډوال عصمت ادین رسنیو ته ویلي، د سمندر سختو څپو کښتۍ ولړزوله او د بېړۍ د ننه هرڅه ګډوډ شول.

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر د دغو ناقانونه کډوالو د بېړۍ ډوبېدل یوه وېروونکې غمیزه بللې ده.

نوموړی وايي: "د مسافرو په منځ کې ګډوډي رامنځته شوه، چې همدا د بېړۍ د ډوبېدو لامل شو."

دغه ژغول شوي کس ویلي، چې ځینو مسافرو د بېړۍ له ټوټو په ګټې اخیستو د اوبو له منځه څنډې ته ځانونه وایستل، خو ګڼ پکې ډوب شول.

۴۰ ماشومان

دی وايي چې په بېړۍ کې نژدې ۴۰ ماشومان هم وو.

که څه هم په دقیقه توګه د ډوبو شویو مسافرو شمېر نه دی معلوم، خو چارواکي یې د ۲۰۰ او ۳۸۰ ترمنځ اټکلوي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي، چې په دې بېړۍ کې د منځني ختيځ، افغانستان، ترکیې او ایران ناقانونه کډوال استرالیا ته روان وو.

"وېروونکې غمیزه"

یو ژغورل شوی مسافر

چارواکو د بېړۍ د مسافرو شمېر تر ۳۸۰ پورې ښودلی.

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر جېسن کلیر دا پېښه یوه "وېروونکې" غمیزه بللې ده.

هر کال زرګونه پناه غوښتونکي استرالیا ته د سمندر له لارې د رسېدو هڅې کوي، او ګڼ ناقانونه کډوال اندونیزیايي بشري قاچاق وړونکو ته هلته د رسېدو په موخه پیسې ورکوي.

په جاکارتا کې د بي بي سي خبریاله کریشمه فاسوامي وايي، اندونیزیا غالباً د ناقانونه کډوالو د تېرېدو یوه سیمه ده، داسې چې په سیمه کې پر نړیوالو پولو کنټرول ستونزمن وي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .