"طالبانو ته دې په سعودي يا ترکيه کې دفتر پرانيستل شي"

افغان چارواکي وايي که اوس په افغانستان کې دننه د مخالفینو د دفتر دپرانستلو امکان نه وي نو په سعودي یا ترکیې کې دې پرانستل شي

ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر جهادي مشران په یوه بهرني هیواد کې د سولې دخبرو لپاره دمخالفینو پر دفتر وغږیدل چې دچارواکو په وینا یوازې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره به کارول کیږي.

په یوې مشورتي غونډې کې ګډنوالو ټینګار وکړ چې د مخالفینو لپاره دې آدرس یا دفتر په افغانستان کې دننه پرانستل شي خو که په اوسنیو شرایطو کې دا کار شونی نه وي نو یا دې په سعودي عربستان او یا هم ترکیې کې دا دفتر پرانستل شي.

دا خبرې په داسې حال کې شوي چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستو گنگوسې دي.

خو د ښاغلي کرزي په مشرۍ شوې غونډې په قطر کې د دفتر پرانيستو ته اشاره ونه کړه او د دوو نورو هيوادونو په يادولو يې خپله خوښه په ډاگه کړه.

پپه يوۀ جلا پرمختگ کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانیستل شوی دی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې افغان حکومت له قطر نه ځکه خپل سفیر وربللی چې د دوی له سلا مشورو پرته په دغه هیواد کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین له بي بي سي سره په مرکه کې وویل خپل سفیر یې د سلا مشورو لپاره وربللی دی.

ښاغلی لودین وايي له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره په یوه بهرني هیواد کې د یوه دفتر د پرانیستل کیدو خبرې روانې دي خو دا دفتر به سیاسي نمایندګي نه وي او یوازې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره جوړیږي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي لودین سره مرکه کړې. په پیل کې ښاغلی لودین په دې هکله معلومات ورکوي چې ولي له قطر نه افغان سفیر ورغوښتل شوی دی.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .