په مصر کې د انتخاباتو دوهم پړاو پیل شو

په مصر کې د انتخاباتو د لومړي پړاو په شان د رایې اچونې د مرکزونو مخې ته سهار وختي (چهارشنبه د ډسمبر څوارلسمه) د رایې اچوونکو کتارونه جوړ وو خو د تیر په شان دا ځل هم د رایې اچونې ځیني مرکزونه په خپل وخت خلاص نه شول.

له قاهرې نه د بي بي سي خبریال جان لاین په خپل راپور کې وايي د رایې اچونې دا پړاو تر ډیره له لویو ښارونو بهر ترسره کیږي.

په دې سیمو کې د نیل د غاړې شاخوا سیمې هم شاملي دي چې د زراعت او صنعت له پلوه بډایې دي.

په دغو سیمو کې اسلامپاله ډلې چې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې وځلیدل نفوذ لري. خو سیالي يوازي د اسلامپالو او سیکولر آزادي غوښتونکو ترمینځ نده.

په انتخاباتو کې مخ په زیاتیدونکي سیالي د اخوان المسلمین چې د یوه مدني ګوند په توګه انتخاباتو ته رامخې ته شوی، د پرګماتیست او سلفي ګوندونو ترمینځ ده چې د ناداره مصریانو له پلوۍ برخمن دي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .