هدايت الله هميم
کابل

د افغانستان ولسمشر پخپل هېواد او اداره کې ''واسطه'' د یوې لویې ستونزې په توګه یاده کړه.
افغان ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د قانون نه پلی کېدل او معافیت د ستونزو د ډېرېدو لامل وباله.
ښاغلي کرزي دا څرګندونې کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې په نړیواله ورځ د خپلې ادارې جګپوړو چارواکو ته په یوه وینا کې کولې.
حامد کرزي وویل: ''د فساد پرضد ځکه نه بریالي کېږو، چې قانون نه پلی کوو، مجرمین بښل کېږي او په هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ زورواکي ده.''
واسطه
''معافیت لویه ستونزه ده، څوک چې زور لري، قانون نه ورباندې پلی کېږي، څوک چې بهرنی پاسپورت لري، هرڅه چې کوي، ځان خپل بهرني پناه ځي ته رسوي. ''
د افغانستان ولسمشر پخپل هېواد او اداره کې ''واسطه'' د یوې لویې ستونزې په توګه یاده کړه.
د هېواد په راتلونکې زموږ د خلکو او مامور باور ختم شوی، چې ایا سبا به هېواد په امن کې وي او که نه، یو وخت زموږ هېواد ډېر بې وزله و، مامور مو هېڅ نه لرل، خو رشوت یې نه اخیست، پرخپله خاوره او کور ډاډه و.
حامد کرزی
هغه وویل هر زور لرونکی چې جرم کوي، د واسطې په مټ خوشی کېږي:
''زموږ بهرنیو ملګرو نه یوازې د قانون په پلی کېدو کې له افغانستان سره مرسته ونه کړه، بلکې د قانون پلی کېدو مانع وګرځېدل. څرګنده بېلګه یې د هرات پېښه ده، بهرنیان د هرات څارنوالۍ ته ورغلل او له څارنوالۍ یې په زور د مجرم د خوشي کولو هڅه وکړه.''
نوموړي د یوې بلې بېلګې په توګه هغې ۴۲ کسیزه ملېشې ته اشاره وکړه، چې د کندهار امنیه قومندانۍ ته دده په وینا د قومندان د وژلو لپاره ورغلي وو.
حامد کرزي د خپل دولت او نظام پر وړتیا هم شک وښود او وویل چې اداره یې د فساد په مخنيوي کې پاتې راغله.
موازې ادارې
هغه وویل د موازي ادارو جوړېدل، د خصوصي امنيتي شرکتونو رامنځته کېدل د هغه په وینا د حکومت اووه کلنې هڅې په اوبو لاهو کړې او د فساد ډېرېدو ته یې لمن ووهله.
حامد کرزي د افغانانو او په تېره بیا په اوسني نظام کې د کارکوونکو هغو اندېښنو ته هم اشاره وکړه چې وايي د هېواد پر راتلونکې هېڅ باور نه لري:
''د هېواد په راتلونکې زموږ د خلکو او مامور باور ختم شوی، چې ایا سبا به هېواد په امن کې وي او که نه، یو وخت زموږ هېواد ډېر بې وزله و، مامور مو هېڅ نه لرل، خو رشوت یې نه اخیست، پرخپله خاوره او کور ډاډه و، خو نن دا ډاډ نه شته، او د درو لسیزو جګړو ترې هرڅه واخیستل او باور یې ختم شو. ''
انتقاد

عزیزالله لودین وویل یوشمېر ادارې په هېواد کې د فساد پرضد د لاسته راوړنو ادعاوې کوي، خو تر اوسه فساد هېڅ کم شوی نه دی.
ولسمشر کرزي د بي بي سي په ګډون د یو شمېر نړیوالو رسنیو هغه راپور ته هم د انتقاد دا ګوته ونیوه، چې وايي که چېرې بهرنیان له افغانستان څخه ووځي، ښايي یوځل بیا په دې هېواد کې د کورنیو جګړو اور بل شي.
حامد کرزي له دغو رسنو ګیله وکړه چې دا ډول موضوعاتو ته باید لمن ونه وهي؛ ځکه چې په خبره یې افغانان ارومرو ورسره اندېښمنېږي.
هغه وویل بهرنۍ رسنۍ دې د افغانستان د ثبات او ملي حاکمیت ټینګېدو لپاره هڅه وکړي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .