
پوليس دغلته له نژدې د وسله والو د فعاليتونو د څارلو لپاره تللي وو ،چې په کمين کېوتل.
د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې سیمه يیز چارواکي وايي، وسله والو مخالفينو اووه پولیس برمته کړي، خو وسله وال مخالفين دا شمېره لوړه ښيي.
د بدخشان د عملياتي همغږۍ د مرکز قومندان محمد اسحق تمکين د پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې وسله والو د پوليسو څلور رېنجر موټر هم سوځولي دي.
تر اوسه دا لا نه ده معلومه چې برمته شوي پوليس، چېرته او په کوم حالت کې دي.
پېښه د بدخشان د وردوج په ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې ويل کېږي، پخوا هم ترې د ناامنيو راپورونه ورکول شوې دي.
ښاغلی تمکين وايي افغان پوليس د وردوج ولسوالۍ يوه کلي ته ورتلل چې دغلته د وسله والو فعاليتونه له نژدې وڅاري، خو په خبره يې د وسله والو په څو يا کمېين کې کېوتل.
که څه هم د بدخشان سيمه ييز چارواکي د برمته شويو پوليسو شمېر اووه تنه ښيي، خو وسله وال طالبان وايي چې له ۳۰ زيات پوليس يې برمته کړې دي.
په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي چې د وردوج ولسوالۍ تر ډېره نا ارامه ده او له دې وړاندې هم په کې پر ناټو ايساف ځواکونو، افغان امنيتي ځواکونو، مرستندويه ټولنو او انجيوګانو وخت په وخت بريدونه شوې دي.
له دغې پېښې کابو څلور میاشتې وړاندې په دوبي کې هم په دغه سيمه کې وسله والو د بدخشان پر والي ناکامه بريد وکړ.
بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ کې له هغو ولايتونو څخه ګڼل کېږي چې تر ډېره ارام دي، خو په وروستيو کې د بغلان، کندز، تخار او بلخ ولايتونو په ګډون يو شمېر شمالي ولايتونه هم ناارامه شوې دي.






















